1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبه

نن چهار شنبه، د جون د میاشتې ۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۵۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۰۸ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/158p3
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ په رودیسیا کې د ذغالو په یوه معدن کې د چاودنې له کبله ۴۳۱ کسان ووژل شول.

د ۱۹۸۲م کال پر نن ورځ اسرائیلو لبنان ونیوه.

د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ په کولمبیا کې زلزلې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان ووژل.

د ۲۰۰۳م کال د جون د میاشتې په شپږمه نیټه په روسیه کې یوې ښځینه ځانمرگې برید کوونکې له خپل ځان سره ۱۷ نور وگړي ووژل.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ وسله والو کسانو ذکیه زکي، به افغانستان کې د خپل کور په مخ کې ووژله. هغه د یوې راډیو مشره وه.

د ۲۰۰۸م کال پر نن ورځ به سریلانکا کې بمي چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل او ۶۷ تنه نور ئې ټپیان کړل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم