نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۵۷م کال پر همدې ورځ انگلستان د فرانسې پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۸۶۲م کال پر نن ورځ انگلستان او متحده ایالاتو یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې د دواړو هیوادونو تر منځ د غلامانو تجارت بند کړای شو.
د ۱۹۲۱م کال پر همدې ورځ په شمالي ایرلند کې د لومړي ځل له پاره پارلمان پرانیستل شو.
د ۱۹۷۵م کال د جون د میاشتې په اومه نیټه متحده ایالاتو له تایوان څخه خپله وروستۍ جنگي بیړې راوایسته.
د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ اندونیزیایانو له ۱۹۵۵ کال راهیسي د لومړی ځل له پاره په دیموکراتیکو ټاکنو کې رایي ورکړې.
د ۲۰۰۳م کال پر نن ورځ په کابل کې یوې چاودنې درې بهرني او یو افغان ووژل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم