1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

نن سه شنبه، د جون د میاشتې ۱۲مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۶۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۰۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Ci6
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۹۱م کال پر همدې ورځ په ترکیه کې احمد دویم، د سلطان سلیمان دریم، ځای ناستې شو.

د ۱۷۹۸م کال پر نن ورځ فرانسوي ځواکونو د مالټا جزیره ونیوله.

د ۱۸۸۲م کال پر همدغه ورځ په مصر کې د بهرنیانو پر ضد لاریونونه پیل شول.

د ۱۹۳۷م کال پر نن ورځ سټالین د پوځي جنرالانو په تصفیې پیل وکړ.

د ۱۹۶۴م کال پر همدغه ورځ نیلسن منډیلا، والتر سیسلو او یو شمیر نور د تبعیض ضد مشران په عمري بند محکوم شول.

د ۱۹۹۱م کال د جون د میاشتې پر دولسمه نیټه بورس یلسن د روسیې د ولسمشر په توگه وټاکل شو.

د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ په سومالیه کې د ملگرو ملتونو ځواکونو، د ځایي جنگ سالار محمد فراح پر ضد درانه پوځي عملیات پیل کړل.

د ۲۰۰۴م کال پر نن ورځ په عراق کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ترور شو. په عراق کې د نوي منځمهاله دولت تر جوړیدو وروسته دا د کوم لوړپوړي چارواکي د ترور لومړۍ پیښه وه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش