1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه

نن دوشنبه، د جون د میاشتې ۱۷مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۷۰مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۹۷ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15GzG
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۱۲م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو د انگلستان پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۹۵۳م کال پر نن ورځ مصر د یوه ازاد هیواد په توگه اعلان شو.

د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شور بوزنیا ته د ۷۶۰۰ سرتیرو استول ومنل.

د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ ناټو او روسیه سره موافقې ته ورسیدل چې روسیه دې کوزوو ته سرتیري واستوي.

د ۲۰۰۲م کال د جون د میاشتې پو ۱۷مه نیټه یو فلسطیني ځانمرگي برید کوونکي خپل ځان وچاوه او ۱۹ اسرائیلیان ئې ووژل.

د ۲۰۰۶م کال پر همدې ورځ قزاقستان خپل لومړۍ سټلایت فضا ته واستوه.

د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي دا خبره ومنله چې افغان حکومت او امریکا له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض