نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۴۵م کال پر همدې ورځ په نړېوالې جگړې کې چاپاني ځواکونه په اوکنوا کې امریکایانو ته تسلیم شول.
د ۱۹۹۰ کال پر نن ورځ د ایران په شمالي برخو کې زلزله وشوه چې پکښې څه نا څه ۱۰۰۰۰۰ کسان ووژل شول.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ ایتوپیایانو پخپل هیواد کې د لومړي ځل له پاره په څو گونډي ټاکنو کې رایې ورکړی.
د ۱۹۹۷م کال پر نن ورځ متحده ایالاتو او فرانسې پریکړه وکړه چې پر عراق باندې خپل تحریمونه لا پسي سخت کړي.
د ۲۰۰۲م کال د جون د میاشتې په ۲۱مه نیټه برازیل د فوټبال نړیوال جام وگټه.
د ۲۰۰۳م کال پر همدې ورځ ایران اعلان وکړ چې د اتومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره به خپله همکاري پراخه کړي.
د ۲۰۱۰م کال پر نن ورځ يوه پاکستاني الاصله امریکايي اعتراف وکړ چې غوښتل ئې د نویارک په ټایمز سکویر کې ترهگر بریدونه په لاره واچوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل