1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه

نن شنبه، د جون د میاشتې ۲۳مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۷۵مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۹۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15KNJ
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۳۴م کال پر همدې ورځ سعودي عربستان او یمن د سولې یو تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۵۲ کال پر نن ورځ امریکايي الوتکو په شمالي کوریا کې یو شمیر اډې په نخښه کړې.

د ۱۹۷۰م کال پر همدغه ورځ په توکیو کې جاپاني زده کوونکو په لاریونو لاس پورې کړ. هغوی د جاپان او امریکا د امنیتي تړون پر ضد پر لاریون لاس پورې کړی وو.

د ۱۹۸۵م کال پر نن ورځ د یوې هندۍ الوتکې د رالویدو له کبله په هغې کې سپاره ټول ۳۲۹ کسان ووژل شول.

د ۱۹۹۴م کال د جون د میاشتې په ۲۳مه نیټه ۲۵۰۰ فرانسوي سرتیري رواندا ته ورسیدل چې له ملکیانو څخه ساتنه وکړي.

د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ چین د شمالي کوریا ۲۶ وګړو ته اجازه ورکړه چې جنوبي کوریا ته ورشی.

د ۲۰۰۸م کال پر نن ورځ په پاکستان کې یوې محکمې پریکړه وکړه چې پرویز مشرف نه شي کولای د دې هیواد په ټاکنو کې برخه واخلي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض