1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعه

نن جمعه د جولایي د میاشتې ۲۰مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۰۲مه ورځ ده. د کال پاې ته ۱۶۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15bzy
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۸۰م کال پر همدې ورځ د افغان او انگلیس دویمه جگړه پای ته ورسیده. امیر عبدالرحمان د افغانستان د نوي مشر په نوم یاد شو.

د ۱۹۲۳م کال پر همدې ورځ په مکسیکو کې انقلابي مشر فرانسکو ویلا ووژل شو.

د ۱۹۵۱م کال نن ورځ د اردن پاچا په بیت المقدس کې د یوه فلسطیني له خوا ترور شو.

د ۱۹۷۴م کال پر همدغه ورځ ترکیې د قبرس د مدیتراني پر جزیره برید وکړ.

د ۱۹۸۹م کال پر نن ورځ په برما کې سان سوچي په خپل کور کې نظر بنده کړای شوه.

د ۲۰۰۷م کال د جولایي د میاشتې پر شلمه نیټه د پاکستان سترې محکمې امر وکړ چې پرویز مشرف حق نه لري چې د سترې محکمې ریئس له دندې گوښه کړي او معزول کړای شوی قاضي القضات ئې بیرته په خپله دنده وگماره.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم