1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه

نن شنبه، د جولایي د میاشتې ۲۱مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۰۳مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۶۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15cli
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۹۸م کال پر همدغه ورځ د فرانسې ناپیلیون بوناپارټ مصریانو ته ماتې ورکړه.

د ۱۹۴۴م کال پر نن ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې امریکایي ځواکونه د گوام په سیمه کې ښکته شول.

د ۱۹۶۲م کال پر همدې ورځ سیریماو بندارانایکه، د سرې لنکا لومړې وزیره شوه. پر دې سربیره هغه په نړۍ کې لومړنۍ ښځینه صدراعظمه هم وه.

د ۱۹۶۲م کال د جولایې د میاشتې پر ۲۱مه نیټه د هند او چین د ځواکونو تر منځ د کشمیر په دوو شخړه ییزه سیمو کې وسله والې نښتې رامنځ ته شوې.

د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ په ایران کې د سیلابونو له امله ۳۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۰۰ تنه ټپیان شول.

د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ پارتیبا پټیل د هندوستان د ولسمشرې په توگه وټاکل شوه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی