1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

نن شنبه، د اگست د میاشتې ۱۱مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۲۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۴۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15o4J
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۱۲م کال پر همدې ورځ د سویس جگړه پای ته ورسیده.

د ۱۹۲۹م کال پر نن ورځ عربانو با فلسطین کې پر یهودیانو بریدونه پیل کړل.

د ۱۹۳۵م کال پر همدغه ورځ نازیانو په المان کې د یهودیانو پر ضد مظاهرې په لاره واجولې.

د ۱۹۷۵م کال پر نن ورځ چین، جاپان ته له سره الوتنې پیل کړې.

د ۱۹۵۲م کال د اگست د میاشتې پر یوولسمه نیټه حسین د اردن د پاچا په توگه وټاکل شو.

د ۱۹۹۰م کال همدغه ورځ مصري او مراکويي ځواکونه سعودي عربستان ته ورسیدل چې د عراق پر ضد وجنگیږي.

د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو په سومالي کې اووه تنه یاغیان ووژل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض