نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۷۲م کال په همدې ورځ په انگلستان کې د لومړي ځل له پاره په صندوقونو کې رایې واچولې شوې.
د ۱۹۱۴م کال په ننۍ ورځ د پاناما کانال د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.
د ۱۹۳۵م کال په ننۍ ورځ امریکايي کمیدین او کوبای پیژندونکی ویل راجرز، د یوې هوایي الوتکې د رالویدو له کبله ومړ.
د ۱۹۴۴م کال په همدغه ورځ امریکایي، انگلیسې او فرانسوي ځواکونه د فرانسې سواحلو ته ورسیدل.
د ۱۹۴۷م کال د اگست د میاشتې په ۱۵مه نیټه انگلستان هندوستان او پاکستان ته په رسمي ډول استقلال ورکړ.
د ۱۹۱۹۶۹م کال په همدغه ورځ په نیویارک کې له ۴۰۰۰۰۰ څخه ډیرو ځوانانو د راک د موسیقي اونۍ ولمانځله.
د ۱۹۱۲م کال په همدې ورځ امریکايي اشپزه جولیا چیلد نړۍ ته راغله=.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل