1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په مالي کې د پوځي عملیاتو د طرحې په اړه خبرې کیږي

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16ZK2

د نظامي او دفاعي چارو کارپوهان غواړي چې نن د مالي په شمالي برخه کې د سخت دریځه اسلامپالو پر ضد د پوځي عملیاتو پر طرحې کار وکړي. دغه غونډه چې نن به د مالي هیواد په پلازمینه بماکو کې تر سره شي ورته د افریقایي ټولنې، د لویدیځې افریقا د اتحادیې او د ملگرو ملتونو استازي وربلل شوي دي. دغه ستراتیژیکي طرحه چې احتمالا به یوه سیمه ییزه پوځي مداخله وي، باید د نومبر د میاشتې تر پنځلسمې نیټې پورې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری ته وړاندې کړل شي.


د المان صدراعظمې انگلا میرکل یوه اونۍ تر مخه ویلي وو چې المان د اروپایي ټولنې په چوکاټ کې په دغه ماموریت کې برخه اخیستلو ته چمتو دی چې په هغې کې یوازې د مالي هیواد د پوځونو روزل او لوژیستکي ملاتړ شامل دی.