1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نه بايد ټولي ستونزي په اسلام کي ولټول سي»

آژانسونه / م.ق.ن.۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

په آلمان کي د کډوالو د ادغام مسؤلې په اسلام کي د ټولو ستونزو د لټون څخه خبرداری ورکړ. هغې د مهاجرو سره د روژه مات پر وخت زياته کړه چي انسانان نه بايد د مذهب پراساس منزوي سي.

https://p.dw.com/p/1JExe
Aydan Özoguz Beauftragte der Bundesregierung für Migration
انځور: picture alliance/dpa/M. Becker

د جرمني د حکومت مدغمیدو مسؤلې «ایدان اوزي کاز» د یو شمیر نوو مهاجرو سره د روژه مات پر وخت د دې څخه خبرداری ورکړ، چي مسلمانان د ټولو مشکلاتو د راپیداکیدو مسؤل وبلل سي.

ایدان اوزي د برلین څخه په خپله نشر سوي اعلامیه کي لیکلي دي، چي «د جامعې دښې اړخي څنډي څخه نیولې بیا تر منځني قشر پوري ټوله اجتماعي مشکلات په اسلام پوري تړي.» مثلأ هغوی « د مسلمانو د پس پاته ناحیو او تعلیم نه کولو تورونو تر څنگ دا تورونه هم لگوي ، چي مسلمانانو موازي ټولني جوړي کړي دي او د مهاجرينو په سرپناوو او کمپونو کي تشدد او زورزیاتی موجود دی.»

هغې زياته کړه چي که انسانان د هغوی د مذهبي او دیني تعلق له کبله منزوی سي، نو دا د انساني لمړني حقوقو سره جفأ ده او د یوې ټولني د گډ پاته کیدو له پاره ډیر خطرناکه. دا خبره طبعأ مسلمانانو ته هم متوجه ده. دا چي څوک دي هم مسلمان او هم الماني وي، دا کومه ضد و نقیض خبره نده.

د جرمني د حکومت د مدغمیدو مسؤلې او بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاین مایر یوځای د برلین د«بورزیگ» ماڼۍ په میلمه تون کي د روژه مات پر وخت ځانته نوي مهاجرين ومنل او د هغو سره یې یوځای ډوډۍ وخوړله. شتاین مایر وویل، چي د ډیرو مهاجرينو لپاره لمړی ځل دی ، چي د خپل ټاټوبي څخه لیري په یوه پردي ملک کي روژه نیسي.

د هغه په خبره «موږ فقط تصور کولای سو، چي دا څومره سخته ده ، چي د وطن څخه سړی لیري وي او د هغه د لیدو ارزو یې لري.» هغه وویل ، چي دی نه غواړي د ټاټوبی لیدلو دغه ارزو همداسي پاته سي، او په دې اړه يې د سوریې د شخړې د سیاسي حل کوښښونو ته اشاره وکړه.