نه هېریدونکی مایکل جکسن
مایکل جکسن نه یوازي په امریکا، بلکي په ټوله نړۍ کي مشهوره وو. جکسن چي ورته د پاپ موسیقۍ د پاچا لقب هم ورکول کیږي پنځه کاله دمخه په پنځوس کلني کي ومړ. د هغه مینه وال اوس هم د دغه بې ساري سندرغاړي په ویر کي دي.
د ۲۰۰۹ کال د جون میاشتي پر ۲۵ نېټه د مایکل جکسن د مړیني خبر ډیر ژر په ټوله نړۍ کې خپور شو. جکسن تر مړیني دمخه خپل وروستی کنسرت اعلان کړی وو. د جکسن تر ۷۵۰ میلیونو زیات کيسټونه او سي ډي گاني پلورل شوي دي او ۱۳ وارې یې د گرامي جایزه گټلې ده.
مایکل جوزف جکسن د ۱۹۵۸ کال د اگست میاشي پر ۲۹مه نېټه نړۍ ته راغلی. هغه پنځه وروڼه او درې خویندي لرلې. مایکل وروسته په خپلو مرکو کي وویل چې ماشوم توب یې د هغه د کورنۍ د بریا قرباني شوی دی.
د مایکل جکسن پلار جو جکسن خپل ماشومان د موسیقي په برخه کې وروزل. مایکل هم په پنځه کلنۍ کې له خپلو نورو ورونو سره یوځای شو او د سندرو په ویلو یې پیل وکړ. کله چې مایکل جکسن له خپلو ورونو سره یوځای شو نو د هغوی ډلې یو سیالۍ هم وگټله. په ۱۹۶۹ کال کې د مایکل او د هغه ورونو چې په جکسن فایف مشهور وو د لومړي ځل له پاره د سندرو یو تړون لاسلیک کړ.
په ۱۹۸۲ کال کې مایکل جکسن د لومړي ځل له پاره په یوازیتوب یو البوم خپور کړ. دغه البوم «تریلر» نومیده چې هغه یې نړیوال شهرت ته ورساوه. په ټولې نړۍ کې د دې البوم له ۱۰۸ میلیونو څخه ډیرې کاپي گانې وپلورل شوې. د مایکل جکسن دویم البوم «بد» نومیدې چې ۳۰ میلیونه گاپې گانې یې وپلورل شوې او تر هغه وروسته یې «دنجریوس» البوم یوازې ۱۵ میلیونه کاپې گانې رانیول شوې.
د مایکل جکسن مینه وال متوجه شول چې د هغوی د په زړه پورې سندرغاړي څیره ورځ تر بلې تغیر کوي. مایل په ۱۹۷۹ کال کې لومړي ځل له پاره د پزي عملیات وکړ. خو د هغه د پوست رنگ هم مخ پر بدلیدو شو. مایکل ادعا کوله چې په خپل تور پوست ویاړي، او دا چې د پوست رنگ یې د یوې ناروغي له کبله سپین شوی دی. مایکل ډیر وخت د ساري ناروغیو له ویري له ماسک څخه استفاده کوله.
په ۱۹۸۸ کال کې مایکل جکسن د کلفورنیا په لیري پرته سیمه کې یو اندازه ځمکه رانیوله. هغه دلته خپل کور جوړ کړ او ورباندي یې د «نیور لند» نوم کیښود. مایکل له هغو ماشومانو چې ناروغۍ یې لرلې او یا هم غریب ول وغوښتل چې راشي او د ده په کور کې لوبې وکړي.
په ۱۹۹۴کال کې مایکل جکسن د ایلویس پریسلي له لور لیزا ماري پریسلي سره واده وکړ. د هغوی واده د ۲۰ میاشتو له پاره دوام وکړ.
له مارې څخه تر طلاق اخیستلو وروسته، مایکل له دوبي روي سره واده وکړ. دوبي په یوه کلنیک کې نرسه وه. ویل کیږي چې مایکل یوازي د ماشومانو د لرلو له پاره واده کړی وو. مایکل له همدې ښځې سره دوه ماشومان هم لري چې پرنس مایکل یو، او پاریس نومیږي. د مایکل دریم اولاد جې پرینس مایکل دوه نومیږي، د هغه په خبره له یوې مور څخه دي.
مایکل جکسن په ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ کلونو کې دوه نړیوال هنري سفرونه وکړل. هغه په دې ترڅ کې د ۴.۵ میلیونه نندارجیانو پر وړاندي ۸۲ کنسرتونه ورکړل.
خو په دې منځ کې د مایکل جکسن د ژوند سختي شیبې هم پیل شوې. پر هغه باندې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۴ کال پر ماشوم باندي د جنسي تیري تور ولگول شو. په ۲۰۰۳ کال کې بیا پر هغه باندي دغه شان تور ولگول شو. دغو موضوعگانو مایکل ته سخت تاوان ورساوه.
مایکل جکسن په ۲۰۰۹ کال کې اعلان وکړ چې خپل وروستي هنري سفر به وکړي. پلان شوې وه چې جکسن ټول ټال ۴۰ کنسرتونه ورکړي. خو هغه د کنسرتونو تر پیلیدو ۱۸ ورځي مخکې د جون میاشتې پر ۲۵ نیټه ومړ.
څیړنې ښيي چې مایکل د یو ډول درمل د ډیري استفادې له کبله مړ شوی دی. دغه درمل مایکل ته د هغه د ډاکټر له خوا ورکړل شوي ول. د مایکل ډاکټر په ۲۰۱۱ کال کې په څلور کاله بند محکوم شو خو بیا په ۲۰۱۳ کال کې د ښه چلند له کبله وختي آزاد شو.
د مایکال جکسن د جنازې مراسم د ۲۰۰۹ کال د جولای میاشتې پر اوومه نیټه ونیول شول. په دې مراسمو کې په زرونو کسانو گډون کړی وو او له یوه میلیارد څخه ډیرو نورو کسانو هغه د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه ولیدل.
جکسن خپلو ماشومانو ته په میلیونو ډالر په میراث پرې ايښې دي. هغه د خپلې شتمنۍ ۲۰ سلنه برخه خیره کارونو ته ځانگړې کړې ده. مایکل په خپل ژوند کې ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې وه او له همدې کبله دوه واري د نوبل د سولي نړیوالي جایزي ته هم نومول شوی وو.
د مایکل تر مړینې وروسته د هغه دوه البومونه بازار ته راووتل چې ډیري کاپې گانې یې وپلورل شوې.