1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوازشریف پر طالبانو باندې د سولې غږ وکړ

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې بریالي نوماند نوازشریف، د دوشنبې په ورځ پر پاکستاني طالبانو باندې د سولې د خبرو اترو غږ وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د سولې خبرو اترو له پاره مشخص او سخت شرایط ټاکلي دي.

https://p.dw.com/p/18bEw
Nawaz Sharif (C), the leader of Pakistan Muslim League - Nawaz (PML-N), gestures as he speaks to foreign reporters at his residence in Lahore May 13, 2013. Sharif, who is poised for victory after Pakistan's May 11 election, said he had spoken at length with Prime Minister Manmohan Singh of rival India and would work to ease mistrust. REUTERS/Damir Sagolj (PAKISTAN - Tags: ELECTIONS POLITICS) / Eingestellt von wa
Nawaz Sharif / Pakistan / Muslimligaانځور: Reuters

نواز شریف د دوشنبې په ورځ وویل چې «د پاکستان تر ټولو لویه ستونزه ترهګړي ده». هغه ټینګار وکړ چې «د طالبانو له خوا باید د سولې هر وړاندیز ډیر جدي» وګڼل شي. شریف په لاهور کې د خپل ګوند نویو ټاکل شویو نوماندانو ته په یوې بیانیه کې وویل: «ټولې هڅې باید وشي. وسلې د ټولو ستونزو د حل لاره نه ده. ولي باید موږ سره خبرې اترې او ډیالوګ و نه کړو.»

په پاکستان کې طالبانو له څو کلونو راهیسې د دولت پر ضد جګړه په لاره اچولې ده چې په پایله کې یې په زره هاو پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. طالبان او په پاکستان کې نوې فعالې یاغي ډلې وایي چې هغوی غواړي د پاکستان اوسنی دولت ړنګ شي او پر ځای یې اسلامي نظام نافذ شي. طالبان همداراز د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو ختمیدل غواړي.

په وروستیو وختونو کې د پاکستان پوځ د طالبانو پر ضد څو وارې پیاوړي پوځي عملیات ترسره کړي دي، خو طالبان اوس هم د پاکستان په ډیرو سیمو کې په خاصه توګه د افغانستان او پاکستان پر پوله باندې ډیر فعاله دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني، د شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د پاکستان تر ټاکنو وروسته له نواز شریف سره ولیدل. هغه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره مشخص شرایط وټاکل. کیاني وویل: «موږ غواړو چې ټول هغه کسان بیرته له خپلو خلکو سره یوځای شي چې وسلې یې پورته کړي دي او ګمراه شوي دي. خو دا یوازې په هغه صورت کې امکان لري چې هغوی پرته له کوم قید او شرط څخه دولت، اساسي قانون او د قانون حاکمیت ته غاړه کیږدي.»

دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د نواز شریف د سولې وړاندیز له هغو شرایطو سره سمون خوري چې کیاني یې وړاندې کوي او که نه. یو شمیر فعالانو اندیښنه څرګنده کړې ده چې نواز شریف کیدای شي د طالبانو ځینې داسې شرایط هم ومني چې په پاکستان کې به د بشري حقونو وضعیت په خاصه توګه د ښځو حقوق له ستونزو سره مخامخ کړي.

په تیرو وختونو کې هم د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سولې یو شمیر تړونونه کړي دي، خو دغه تړونونه د ډیر وخت له پاره نه دي پلي شوي. د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف، تر دې پخوا هم پر طالبانو باندې د سولې غږ کړی وو، خو د هغه د دوشنبې د ورځې وینا، ځکه د پخوانیو غوښتنو په پرتله ډیر اهمیت لري چې دا لومړی ځل دی چې په ټاکنو کې تر بریا وروسته شریف له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو هم له نوازشریف سره د سولې له خبرو اترو سره یو څه لیوالتیا ښوولې ده. تر دې مخکې هم پر نوازشریف باندې تور لګول شوی وو چې د خپل د حکومت په سیمه پنجاب کې یې د طالبانو پر ضد عملیات نه وو ترسره کړي. د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان، تیره اوونۍ د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي وو چې که نواز شریف ریښتیا هم غواړي چې د سولې خبرې اترې وکړي، نو طالبان د یوه اوربند له رامنځ ته کیدو سره موافق دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب