1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شريف د هندوستان بلنه ومنله

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۳, شنبه

د پاکستان د لومړي وزارت دفتر ويلي دي چي نواز شريف به د دوشنبې په ورځ د هند د نوي لومړي وزير نريندر مودي، د لوړي په مراسمو کي گډون وکړي. دغو مراسمو ته افغان ولسمشر حامد کرزی هم ور بلل سوی دی.

https://p.dw.com/p/1C637
انځور: picture alliance/AP Photo

دا به لومړي وار وي چي د هندوستان د يوه لومړي وزير د لوړي په مراسمو کي د پاکستان يو لومړی وزير گډون کوي. په ۱۹۷۴ کال کي د پاکستان له خپلواکۍ راهيسي د دغو دوو رقيبو اټومي قدرت لرونکو هيوادونو ترمنځ درې واري جنگ سوی دی.

د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف يوه وياند رويترز خبري آژانس ته په يوه تليفوني تماس کي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۴) ويلي دي چي لومړي وزير نواز شريف د نريندر مودي بلنه منلې ده.

مودي ته چي په هندوستان او گاونډيو هيوادونو کي د يوه ملتپال په سترگه کتل کيږي د خپلي لوړي مراسمو ته د جنوبي آسيا هيوادونو مشران وربللي دي.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ اړيکي په ۲۰۰۸ کال کي يو وار بيا هغه مهال کړکېچني سوې چي په بمبی کي پراخ تروريستي يرغلونه ترسره او لږ تر لږه ۱۶۶ انسانان پکښې ووژل سول او هند وويل چي د دغو يرغلونو پلان د پاکستان په خاوره کي جوړ سوی وو. خو شريف ويلي دي چي غواړي له هندوستان سره اړيکې ښې کړي.

د نواز شريف وياند ويلي دي چي د دغو مراسمو په حاشيه کي به مودي او شريف دوې اړخيزي غونډي هم ولري. ويل سوي دي چي شريف به د هند له جمهور رئيس سره هم وويني.

شريف چي تيرکال قدرت ته ورسېد له هند سره يې د اړیکو د بيا رغولو ژمنه وکړه، خو په خپل هيواد کي د تندلارو ترسخت فشار په ځانگړې توگه د پوځ تر فشار لاندي راغلی.

شريف غواړي له هندوستان سره سوداگريزي اړيکي ولري، خو پوځ يې وايي چي هند بايد لومړی د کشمير د لانجمني سیمه له يوې برخي څخه پرشا سي چي په اړيکو کي ښه والی رامنځ ته سي.

د هندوستان پخواني وزير منموهن سنگ هم تلاښ کاوه چي د دواوړ هيوادونو ترمنځ اقتصادي او ديپلوماتيکي اړيکي ورغوي خو دغه تلاښونه هغه وخت له خاورو سره خاوري سول چي تېرکال د کشمير په سرحدونو کي خونړۍ نښتي وسوې.

د افغان ولسمشر دفتر هم ويلي دي چي جمهور رئيس حامد کرزی به د دوشنبې په ورځ د هندوستان د نوي لومړي وزير نريندر مودي د لوړي په مراسمو کي گډون وکي.