1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شریف او اوباما به پر کومو موضوعاتو بحث وکړي؟

۱۳۹۴ مهر ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف امریکا متحدو ایالاتو ته په رسمي سفر تللی او د دغه هیواد له ولسمشر بارک اوباما سره به وویني. ښایي دواړه مشران په دغه لیدنه کتنه کې د افغانستان په هکله هم خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/1Gqlm
USA Pakistan Obama und Sharif
انځور: Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي دي چې پاکستان په اتومي وسلو سمبال یو ډاډمن او خپلواک دولت دی او په وینا یې د اتومي وسلو امنیت يې بشپړ خوندي دی.

نواز شریف دغه څرگندونې متحدو ایالاتو ته د څلور ورځني سفر دمخه کړې دي. د هغه په خبره د پاکستان او متحدو ایالاتو اړیکي د ډاډ وړ او د ښه والي پر لور روانې دي.

نواز شریف دغه څرگندونې په رسنیو کې د هغو رپوټونو تر خپریدو وروسته کړې چې گنې متحد ایالات پاکستان په «نیو کلیر سپلایر گروپ» کې پر شاملولو باندي راضي شوی دی خو د دې په بدل کې به د پاکستان پر اتومي پروگرام باندې ځیني بندیزونه وضع شي.

تر دې د مخه هم د دواړو هیوادونو چارواکو د نواز شریف د سفر پر مهال د کومې احتمالي اتومي معاهدې له رامنځ ته کیدو څخه انکار کړی دی.

نواز شریف په خپلو څرگندونو کې دا هم ویلي دي چې پاکستان د یوه خپلواک او جمهوري هیواد په توگه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې ده.

په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک د نواز شریف په نوم یو خط لیکلی او پکښې یې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې نواز شریف دې د خپل سفر پر مهال د پاکستان د بې ثباته کولو د هڅې له پاره د افغانستان او هند د استخباراتي شبکو له دسیسي څخه خبر کړي.

رحمان ملک د دویچه ویله له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د دغه لیک مقصد دومره وو چې لومړی وزیر د هغو حقایقو یادونه وکړي، چې له کبله یې پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړه کې پر یوه مهم اتحادي سربیره له ستونزو سره مخامخ دی چې پکښې د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان ملي امنیت شامل دي. دا کومه پټه خبره نه ده چې په پاکستان کې د ترهگرۍ د پیښو تر شا د فضل الله لوی لاس دی، چې دا مهال په افغانستان کې پټ دی.» د هغه په خبره پاکستان باید له متحدو ایالاتو څخه د لا ډیر څه کولو غوښتنه وکړي.

له بل اړخه ځیني کارپوهان وایي چې متحدو ایالاتو ته به د نواز شریف د سفر پر مهال د افغانستان او په ځانگړې توگه له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د جاري ساتلو پر موضوع به هم بحث وشي.

خبریال او د سیاسي چارو شنونکی طاهر خان وایي: «د پاکستان دریځ له لومړۍ ورځې همدا دی چې د افغانستان د سولې خبري اترې باید ادامه ومومي چې دا وخت ځنډیدلي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان له مشرتابه سره د پاکستان اړیکي ترینگلي دي، نو یقینا چې د پاکستان لومړی وزیر به حتما د دغه څه یادونه کوي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان په هکله د پاکستان دریځ روښانه کړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک به په بلنه د اکتوبر له شلمې څخه تر درویشتمي نېټې پوري دغه هیواد ته په رسمي سفر تللی. دا متحدو ایالاتو ته د نواز شریف دوهم رسمي سفر دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب