1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستاني: که درغلگر له دندو کوښه نسي نومونه يې افشا کوو

خليل الرحمان اميد۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وايي چي که ولسمشر کرزی هغه د حکومت هغه لوړپوړي چارواکي چي په ټاکنو کي په درغلو کي ښکېل ول له دندو څخه ليري نه کړي، دوی به يې نومه افشا کړي.

https://p.dw.com/p/1C7bd
انځور: DW

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می۲۷) په کابل کې د همغږۍ په یوه غونډه کې وويل، چي افغان حکومت ته يې د هغو لوړپوړو کسانو ليست سپارلی دی چي په ټاکنو کي يې درغلی کړي دی.

نورستاني په داسي حال کي د درغلګرو والیانو، امنیه قوماندانانو او ښاروالانو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه چې ټولو ولایتونو ته د رايو پاڼي له نورو حساسو موادو سره رسېدلې دي.

هغه وويل: «په دې درغلیو کې د والیانو، امنیه قوماندانانو او ښاروالانو په کچه لوړ پوړي او تر هغوی راکښته کسان ښکېل دي. موږ له دولت او په خاصه توګه له ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې دا کسان ګوښه کړي ګني موږ به یې نومونه افشا کړو.»

راتلونکی پړاو

د ټاکنو د دوهم پړاو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا مشر ضیاالحق امرخېل وايي چې د تیر ځل ټاکنو څخه یې درس اخستی او هغه ټولي نېمګرتیاوي یې په ګوته کړي دي چې په تیر وار کې یې ستونزي جوړي کړي وې:

«له تخنیکي او لوجستیکي پلوه مو د مخکني پړاو ستونزي په ګوته کړې او د هوارۍ له پاره مو یې پراخ ګامونه پورته کړي دي او هیله مند یو چې راتلونکي پړاو ټاکنې به تر تېر پړاو په ښه توګه تر سره شي.»

د دغه کمېسیون د هغمږۍ د تیري اونۍ په غونډه کې ویل شوی ول چې د کانديدانو ناظرینو ته یې پنځوش زره کارتونه په پام کې نیولي دي خو نن یې دغه کچه ۷۰ زرو ته لوړه وښوده.

د کمېسیون مرسیتال عبدالرحمن هوتکي وويل: «موږ د تیر ځل ستونزو په پام کې نیولو سره دا وار (۲۷۵۲) محلونه ډیر کړي دي او ۵ زره موقت کارکوونکي مو د تېر وار درغلګرو کارکوونکو پر ځای په پام کې نیولي دي.»

په ښځینه محلونو کې ښځينه کار کوونکي

د ډیموکراسي انټرنیشنل ادارې افغان مشر ذکریا بارکزي په تیر پړوا ټاکنو کې یوه ستونزه په ښځینه محلونو کې د نارینه کارکوونکو ګومارنه په ګوته کړه او ویې ویل چې د همدې ستونزي له کبله ډیرو ښځو په تیر پړاو کې ګډون نه وکړ.

خو ضاالحق امرخېل وايي چې دا ستونزه یې راتلونکي پړاو ته په پام کې نیولې او ټولو ښځینه محلونو ته به ښځينه کارکوونکي وګوماري.

عامه پوهاوی

د افغانستان په ليرو پرتو سیمو کې داسي ډیر کسان اوسي چې تر اوسه د ټاکنو په دوهم پړاو نه پوهیږي او په دې هم خبر نه دي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې کوم کانديدان صندوقونه سره ږدي.

خو په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مشر وايي ډیر تمرکز یې پر عامه پوهاوي دی او د راتلونکي پړاو ټاکنو له پاره یې ۱۴۵۰ مبلغین د هیواد په بېلابېلو ولسوالیو کې په دنده ګومارلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا تر دې دمه شا او خوا پنځه زره د تیر پړاو کارکوونکي له دندو ګوښه او تبديل شوي دي چې یو شمېر يې د ولایتي کمېسیونونو رئیسان هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې یو شمېر استازو او حقوق پوهانو د ټاکنو په کمېسیون کې د رهبرۍ د بدلیدو غوښتنه کړې ده.