1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستان: د دوآب ولسوالي د طالبانو تر بريد لاندي ده

۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبه

د نورستان ولايت د دوآب ولسوالي د سلګونو طالبانو تر بريد لاندي راغلي. چارواکي وايي په دغي ولسوالي کي د تيرو 48 ساعتونو را په دي خوا جګړه روانه ده چي په ترڅ کي يي طالبانو او افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوختي

https://p.dw.com/p/11NnC
نورستان
نورستانانځور: DW-TV

چارواکو نن «چهار شنبه» ؤويل چي د نورستان ولايت په دوآب ولسوالي کي، د دغي ولسوالي د کنترول پر سر د افغان امنيتي ځواکونو او طالب جنګياليو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د نورستان والي، جمال الدين بدر، د فرانسي خبري آژانس ته ؤويل چي طالبانو د دوآب د ولسوالي غربي سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستلي او دغه کواښ يي رامنځ ته کړي چي د تولي ولسوالي کنترول په لاس کي ؤ نيسي.

ښاغلي بدر زياته کړه چي د ناټو د ځواکونو په مرسته د دغي ولسوالي د بيرته نيولو عمليات پيل شوي دي. ده وويل: «د ورستيو 48 ساعتونو په مودي کي په سلګونو طالب جنګياليو پر دوآب ولسوالي بريد کړي. دغو طالبانو د دوآب د ولسوالي غربي سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي.»

جمال الدين بدر همدا راز زياته کړه چي اوس مهال د دوآب ولسوالي په شرقي سيمو کي د پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

ده وويل: «اوس د دوآب ولسوالي په شرقي سيمو کي جګړه روانه ده خو پوليس نه شي کولاي چي د ډير وخت لپاره په دغي سيمي کي مقاومت وکړي ځکه چي د دوي شمير او مهمات دواړه کم دي.»

د نورستان د والي په حواله په ورستيو 24 ساعتونو کي په دوآب ولسوالي کي اته طالبان او دري افغان پوليس وژل شوي دي. ده زياته کړي چي که څه هم دي په کابل کي د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت څخه د مرستي غوښتني کړي خو لا تر اوسه پوري يي کومه مرسته نه ده ترلاسه کړي. دي کواښ کوي چي که دوي سره مرسته ؤ نه شي طالبان به د دوآب د ولسوالي کنترول په لاس کي ؤ نيسي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پيښي په اړه لا څه نه دي ويلي خو پا کابل کي د ناټو د ځواکونو يو وياند، جوزيف بلوتز، وايي چي دوي د نورستان د پوليسو سره خپلي مرستي پيل کړي ترڅو د دوآب د ولسوالي کنترول يو ځل بيا په لاس کي ؤ نيسي.

د طالبان وياند، ذبيح الله مجاهد، ادعا کړي چي طالبانو د لس افغان پوليسو د وژلو وروسته د دوآب د ولسوالي کنترول په لاس کي نيولي خو طالبان تل مدام په خپلو ادعاګانو کي په مبالغه کولو مشهور دي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ بريښنا صابر