1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نور: د بهرنيانو خپل سري عمليات د زغملو نه دي

۱۳۸۹ اسفند ۱, یکشنبه

د بلخ والي د دولت آباد ولسوالۍ په اړوندو سيمو کي د بهرنيو سرتيرو د خپل سرو عملياتو په اړه د غبرگون په ښودلوسره دغه عمل د افغانستان د اساسي قانون او د هيواد د ملي ځواکمنتيا خلاف کار بللی.

https://p.dw.com/p/R2Y8
د بلخ والي عطامحمد نور
د بلخ والي عطامحمد نورانځور: DW
د بلخ وايي وايي چي دغه ډول عمليات چي يوه اونۍ د مخه د دولت آباد په ولسوالۍ کي د امريکايي ځانګړو سرتيرو لخوا تر سره سول، په هيواد کي به نورهم د تاوتريخوالو د زياتيدو او همداشان ددولت او خلکو ترمنځ د واټن رامنځ ته کيدولامل وګرځي. « د بهرنيو ځواکونو دا راز عمل په لوی لاس تاوتريخوالي ته د خلکوبلنه ده اودا به ددي لامل سي چي خک ددولت پرضد پاڅون وکړي. خوزما غوښته له مرکزي دولت څخه داده چي د خپل سرو عملياتو مخه ونيسي» د بلخ والي همداشان د هيواد په سهيل اوختيځ کي د بهرنيو سرتيرو لخوا د خپل سرو عملياتو په لاره اچول په هغو زونونو کي د تاوتريخوالو د دوام لامل په ګوته کړ او وويل: دوي نه غواړي ددغو نا امنيو لمن شمال ته هم وغځول سي. د بلخ د دولت آباد ولسوالي د اوسيدونکو په وينا، چي يوه اوني دمخه امريکايي ځانګړو سرتيرو ددغي ولسوالي پر يو کلي باندي چاپه وهلې دري تنه ولسي وګړي يې له ځانه سره بيولي دي چي برخليک يي هم ندي څر ګند. ځايي اوسیدونکي وايي چي:« بهرنيو ځواکونو د تلاشۍ پرمهال له کورونو څخه نغدي پيسې سره زر، د ځمکو قبالي او نور قيمي توکي هم له ځان سره وړي دي اوهغه کسا ن چي بيول سوي د هيڅ کومي ډلي سره کوم تړاونه لري.» په هيواد کي د بهرنيو ځواکونو لخوا خپل سري عمليات او د کورنو تلاشۍ څه نوې خبره نه ده ، بلکه دغه رازکړيني تل تکرارسوي او دولت هم له تيرو اوتوکلونو راهيسي په دي ندي توانيدلی چي مخ نيويې وکړي. عبدالحميد صافی/ مزارشريف کتونکی: نجيب الله زيارمل