1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوماندانو د ټولو رایو پر تفتیش موافقه وکړه

مسعود جهش (dpa, AFP, Reuters, AP)۱۳۹۳ تیر ۲۲, یکشنبه

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په منځگړیتوب موافقه وکړه چې د ټولو رایو تر تفتیش وروسته د ټاکنو پایلې ومني.

https://p.dw.com/p/1CbyW
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

افغان نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د شنبې په شپې ناوخته تر اوږدو خبرو اترو یو گډ خبري کنفرانس ورکړ چې په کې یې ژمنه وکړه ترڅو د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د ټولو رایو تر تفتیش وروسته پایلې ومني.

دغې پایلې ته تر رسیدو مخکې کیري د دوو ورځو له پاره د افغانستان د ټاکنو په بهیر کې له ټولو ښکیلو اړخونو سره اوږدې خبرې اترې کړې وې. هغه په دې ترڅ کې د نورو تر څنگ له دواړو نوماندانو، ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر یا یوناما له مشر یان کوبیز سره لیدلي وو.

کیري هیله څرگنده کړه چې د رایو د تفتیش بهیر به د ممکنه درغلیو په اړه اندیښو ته رسیدگي وکړي. هغه وویل: «دواړو نوماندانو ژمنه کړې ده چې له داسې یوې پایلې ملاتړ وکړي چې د پراخ تفتیش په پایله کې رامنځ ته شوې وي. هره کارول شوې رایه به وڅیړل شي. ټولې اته میلیونه رایې به تفتیش شي.» کیري ټینگار وکړ چې دغه کار د ټاکنو پر بهیر باندې د بیا اعتماد رامنځ ته کولو په موخه ترسره کیږي.

کیري همداراز روښانه کړه چې په ۲۴ ساعتونو کې به د رایو د تفتیش بهیر پیل شي او دا چې د اگست دویمې نیټه ته پلان شوي مراسم چې په ترڅ کې یې له ولسمشر کرزي څخه نوي ولسمشر ته واک لیږدول کیږي، به وځنډول شي. په همدې حال کې دواړو نوماندانو ژمنه کړې ده چې د بریا په صورت کې به د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کړي.

US-Außenminister John Kerry in Afghanistan mit Ashraf Ghani und Abdullah Abdullah
جان کیري تر دې مخکې په ۲۰۰۹ کال کې هم د افغانستان د ټاکنیزې کړکیچ په حلولو کې مرسته کړې وه.انځور: Reuters

پر ملي یووالي باندې ټینگار

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هم چې له ډیر وخت راهیسې په رسنیو کې یو له بل سره يو ځای نه وو لیدل شوي په دې کنفرانس کې خبري وکړې او پر ملي یووالي باندې یې ټینگار وکړ. دواړو وویل چې یو له بل سره «سیاسي او تخنیکي توافق» ته رسیدلي دي

عبدالله عبدالله چې تر دې مخکې یې د ټاکنو له کمیسیون سره خپله اړیکه شلولې وه، له کیري څخه مننه وکړه او ویې ویل: «موږ ملي اهدافو او د هیواد ملي گټو ته ژمن یو. د افغانستان سلامت، د دیموکراسي تقویت او د رایو پاکیدل خپله دنده بولو.»

اشرف غني احمدزي بیا ټینگار وکړ چې هغه او عبدالله ژمنه کړې ده چې د ټاکنو پایلې ومني: «نن موږ یوې تاریخي موافقې ته رسیدلې یو چې ټاکنیزې ستونزې له منځه یوسو او د افغانستان پوه او زړورو خلکو ته یو واضح جهت رامنځ ته کړو.»

غني زیاته کړه: «موږ د ملي یووالي یوه حکومت ته اړتیا لرو چې د ټولو افغانانو ستونزې په کې د بحث، مفاهمې او اجماع له لارې حل شي. موږ سره موافقه کړې ده چې د پایلو تر منلو وروسته، د ملي وحدت یو حکومت جوړ کړو.»

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لومړنیو شمیرو له مخې اشرف غني احمدزی د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ۵۶،۴۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره له خپل سیال عبدالله عبدالله مخکښ دی. خو عبدالله د پراخو درغلیو تورونه لگوي او وایي چې هغه د ټاکنو اصلي گټونکی دی. پلان شوې ده چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به د جولای میاشتې پر ۲۲ نیټه اعلان شي، خو دغه نیټه ښایي د رایې د تفتیش دوام پورې تړلې وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب