1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي الماني وزير په افغانستان کي د الماني عسکرو څخه ليدنه وکړه

۱۳۸۹ اسفند ۲۰, جمعه

توماس ديميزير تر مخه د المان د کورنيو چارو وزير ؤ. نوموړي ته هغه وخت د دفاع وزرات وسپارل سو کله چي پخواني وزير کارل تيوډور څوگُټنبېرگ استعفی وکړه.

https://p.dw.com/p/R8Iq
ديميزير پخوا د المان د کورنيو چارو وزير ؤ
ديميزير پخوا د المان د کورنيو چارو وزير ؤانځور: AP

د المان نوي د دفاع وزير توماس ديميزير د دفاعي چارو د وزير په توگه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کي د الماني پوځ څخه کتنه وکړه. د ليدني کتني په وخت کې د پوځي زري پوشونو لاره د يوه ماين په واسطه د شمال په طرف بنديږي او دا د دفاع د وزير د سيده ليدني کتني د لاري تر سره کيږي. په حقيقت کې دا يو غير چمتو شوی د جګړې حالت دی کوم چې نوی د المان د دفاع وزير يې ګوري چې جنګي زري پوشونه څنګه د يو بل په څنګ کې تيريږي او پیاده پوځي عسکر د لرګو لاندي جګړه کوي. د ډزو اوازونو او دوړو يو بد حال جوړ کړيدی ، يو پوځي افسر نوي ددفاع وزير ته حالات داسي تشريح کوي:

«د ا يو ټيپيکل ژر ايښودونکی ماين دی چې په بيړه سره لاره بندوي. دا يو څو دقيقې دمخه برابر او چمتو شوی دی. پدې طريقه سره سړی کولای شي چې ځان د دښمن څخه خلاص کړي ځکه چې سړی پوهيږي چي ددې نه وروسته لاره بنده ده !»

دا څيزونه د دفاع د وزير د پاره کوم نوی شی ندی ځکه چې دی پخپله د همدغو پوځي څيزونو ماهر دی. کله چې ده په ۷۰ مو کلونو کې پخپله په پوځ کې خدمت تر سره کاوه نو په هغه وخت کې د پوځي تمريناتو د پاره داسي مرکزونه نه وه لکه څنګه چې اوس په ليتڅلينګن کې دي. دا د اروپا په کچه يو د لوړو او اوچتو پوځي تمرينونو د ځای په قطار کې راځي .

دلته هغه پوځيان چي زدکړه کوي د يوې پردې د لاري ټول پوځي حرکات او ډزي کتلای او اورېدلای سي. يوه کوچنۍ تکتيکي غلطي هم تري نه کيږي. دلته هر څه په يو عصري تکنالوژۍ سره تر سره کيږي. دلته د هغو پو ځیانو د پاره چې د بهرنيو هيوادونو د پاره زدکړي او تمرينونو تياری او چمتوالی کوي هم تر سره کيږي. نوی د دفاع وزير به اوس د همدغو څيزونو غمخواري هم په غاړه اخلي . نوموړی پدې هکله وايي:

«دلته هغه پوځی ټولګۍ هم دي کوم چې په افغانستان کې د ماموريت د پاره هم ځانونه تياروي. دلته يو پوځي کنډک دی چې د دغه کنډک څخه دوه پوځيان په تېر کال کې په حق رسيدلي ول.»

تمرينونه لا خلاص شوي ندي چې توماس ديميزير په بيړه پوځيانو ته ورځي او په منډه يوه زري پوش ته ورجګيږي. په اصل کې ده داسي کالي يا جامي اغوستي دي چې خپل ځان پوره راحت ګني. د ده طريقه د مخکينې د دفاع د وزير په شان ډيره د جلا او پړقا بدرگه نده. دا څيزونه ده ته بيګانه بريښي. کمره د ده څخه يوه څه فاصله نيسي. دی په کراره د پو ځيانو سره په خبرو بوخت دی او د پو ځيانو څخه پوښتني کوي.

ايا تاسي مخابروي اړيکه لرئ؟ تاسو څه کوی که مخابروي اړيکه پريشي ؟ ديميزير د خپلو پوځيان څخه پوپښتنې کوي او پوځي د دفاع وزير ته ځوابونه ورکوي. د پخواني دفاع د وزير څخه دغه نوي د دفاع وزير ته هر څه په ميراث کې پاتي شويدي. هر څه دی بايد په درسته طريقه پلان او عملي کړي. دا يوه ډيره ستره دنده ده چې دی يې بايد په ارامه سره تر سره کړي. دی پدې هکله وايي:

« زه اوس په يو کاري پلان کار کووم. خو زه د فشار لاندي نه يم. زه ډيري مشوري د خلکو څخه اورم خو ټولي مشوري اړيني ندي. د بيلګي په توګه : چې د ډيرو پيسو په واسطه سړي پوځ ته نوي پوځيان راولي کوم چې د يو مسلکي پوځ دنده تر سره کړای شي.»

دی پخپله په دي نظر دی چې د يوې خپلواکي فيصلي د لاري هر څوک پوځي خدمت په عزت سره تر سره کولای شي او دا خبره د پو ځيانو د علاقي او دلچسپي وړ وه.

محمدشيرين گردېوال / نينا وېرک هویزر

کتونکی: احمدولي اڅکزی