1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي دهلي ته د آلمان د بهرنيو چارود وزيرلومړي سفرد څه لپاره؟

۱۳۸۹ مهر ۲۷, سه‌شنبه

په دودايزه توګه د چين په پرتله هند ته د آلماني د سياستوالو سفرونه دومره زيات نه دي. خو اوس کله چي نوي دهلي او برلين دواړه د امنيت د شورا دوه نوي موقتي غړي ګرځيدلي دي، د هغوي خپلمنځي اړيکو ته ځانګړي پام اړول شوی.

https://p.dw.com/p/Pi5G
د آلمان د بهرنیو چار وزير ګيدو وسترويله په نوی دهلي
د آلمان د بهرنیو چار وزير ګيدو وسترويله په نوی دهليانځور: AP

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويلي کابو يو کال وروسته له هغي چي دغي دندي وټاکل شو، له هند څخه ليدنه کتنه وکړه..

هند ته په خپل لومړي سفر کي وسترويله د هوسايي احساس کوي، هغه يو هوسايي چي په نورو سفرونو کي لږه ليدله کيږي. ښايي وجه يي دا وي چی هندوستانيانو ورڅخه په يوی تودي ملګرتياهرکلي کړي دي.

د مساحت په تناسب د وګړو په پام کي نيولو سره د نړۍ له ټول د ستري ديموکراسۍ څخه د وسترويلي کتنه ډيره ورته په زړه پوري ده. دي تراوسه هيڅکله هندوستان ته نه وو تللي. هغه هند ته په ډيره درنه سترګه ګوري او په دي هيواد کي وروستيو اقتصادي پرمختګونو هغه حيران کړي دي او وايي:« کله چي سړي په نړۍ کي دي خوا يا بل خوا ته وګوري نو ويني چي هيوادونه څومره د تحرک له ښودلوسره او د پرمختګ لپاره هڅي کوي.»

وستر ويلي دهندوستان ډير صفتونه کوي. د خپل مقام له هندي همتا او د دغه هيواد له صدراعظم سره له خبرو څخه وروسته، وسترويله وايي چي هند د اقليم ساتني او د سيمه ايزو شخړو په حل کي ستره نقش لوبوي، خو په دي هم ښه پوهيږي چي هند د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي ساتنه له امله د اقليم ساتني په برخه کي له يوي ستري آزمويني او ننګوني سره مخامخ دي. وستر وويل:« هندوستان د ديموکراسۍ دقوت مرکز دي، دا هيواد د آسيا د ثبات لنګردي، دهمدي لپاره غواړو چي له هندوستان سره خپله ملګرتيا لا ژوره کړو. دغه ګډ ارزښتونه دهندوستان اود المان د ګډکار او ستراتيژيکي ملګرتيا اساس دي.»

.له هندوستان سره ستراتيژيکي ملګرتيا المان اوس د نړۍ د امنيت په شورا کي ازمويلي شي . دغه دواړه هيوادونه همدا لږي ورځي د مخه د نړۍ دامنیت د شورا دغير دايمي غړيو په حيث ټاکل شويدي .او دواړه هيوادونه غواړي چي په نوموړي جرګه کي سمښت راوړي. وسترويلي پدي برخه کي په پوره احتياط څرګندونه کوي:

«دملګرو ملتونو د موسسي د اصلاحاتو په برخه کي خبره پدي باندي نده چي کوم هيواد څومره قوي او ياکمزوري دي، بلکه خبره پدي باندي ده چي مونږ دملګرو ملتونو د موسسي سمښت ته اړه لرو . ترڅو چي دا موسسه پياوړي شي.»

له ايران سره سلوک هم د دوي ترمنځ ډيره حساسه موضوع ده .دهندوستان ډير کارګر دخليج په سيمه کي د ميلمنو کارګرو په حيث کارکوي او سربيره پردي هندوستان د ايران تيلوته اړدي .هغه بنديزونه چي المان يي په ايران باندي دلګولو هيله لري دهندوستان لخوا په شدت سره رديږي. خو وسترويلي نه غواړي چي د نظراختلاف ومني: دي وايي:

«پدي برخه کي بيخي يو والي شته دي او د ولسونو پدي ټولنه کي هيڅوک ديته علاقعه نلري چي ايران په هستوي وسلوباندي د ځان د سمبالولو هڅه وکړي. پدي برخه کي زمونږ حکومتونه همنظره دي.»

د وسترويلي رسمي پيغام دا دي چي ګواکي د دواړو هيوادونو ترمنځ هيڅ ډول شخړايزه موضوع نه شته، حتي د بي وسلي کولو په موضوع کي هم. هند چي په هستوي وسلو سمبال دي د کشمير په لانجه له ګاوندي هيواد پاکستان سره چي هغه هم په هستوي وسلي سمبال دي له اوږدوي مودي را په دي خوا شخړه لري.

دا چي د المان د بهرنيو چارو وزيرهندوستان ته چي د پرمختګ په لور په پوره قوت سره مخ په وړاندي درومي، د خپل ماموريت له پيل څخه کابو يو کال وروسته سفر کوي په نوي دهلي کي تفاهم ښکاري شوي دي. څرنګه چي د نوموړي هيواد د دويمي ستري انګريزي ژبي ورځپاڼي

«دهندو» دخبريال فاراداراجان په نظر دا کومه مهمه خبره نده: « له هيڅ نه راتګ څخه وروسته راتګ هم ښه دي. اوس بايد دوي پدي باندي فکر وکړي او وګوري چي په ګډه سره کوم کار کولاي شي.»

باربره کوستولنيک/ رحيله اميري

کتونکي: عبدالباري حکيم