1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي صنعتي هیوادونه خپله لاره مشخصوي

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۲ فروردین ۶, سه‌شنبه

د نویو صنعی هیوادونو مشرانو په خپله دوه ورځینۍ غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ پیل شوې ده، د یوه ځانگړي بانک د جوړولو وړاندیز کړی دی ترڅو له دې لارې په مالي لحاظ له لویدیځ څخه خپله خپواکي وښيي.

https://p.dw.com/p/184IB
epa03640315 South African Minister of International Relations and Cooperation, Maite Nkoana-Mashabane, addresses delegates during a meeting prior to the official start of the BRICS summit, Durban, South Africa, 25 March 2013. The summit is due to start on 26 March and will be the 5th of its kind. EPA/GCIS / HANDOUT HANDOUT EDITORIAL USE ONLY/NO SALES +++(c) dpa - Bildfunk+++
BRIC BRICS Gipfel Südafrika Maite Nkoana-Mashabaneانځور: picture-alliance/dpa

د بریکس هیوادونو مشران چې په کې برازیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبي افریقا شامل دي د جنوبي افریقا په روربان ښار کې یوه دوه ورځینۍ غونډه پیل کړې ده. د بریکس هیوادونو ډله په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه چې غواړي د غونډو په کولو سره خپل اقتصادي خپلواکي تقویه کړي.

د دغو هیوادونو حکومتونه په نړۍ کې د نویو صنعتي هیوادونو په ډله کې خپل ځانونه تر ټولو مهم گڼي. په دغو هیوادونو کې څه نا څه درې میلیارده انسانان ژوند کوي. په دې ترتیب سره نو د نړۍ ۴۴ سلنه نفوس د بریکس په غړو هیوادونو کې میشت دی. د نړۍ د ناخالص تولید یو پر څلورمه برخه هم همدغو هیوادونو پورې تړاو لري. کاپوهان وایي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به د نړۍ د ناخالص عاید ۴۰ سلنه برخه د بریکس غړو هیوادونو پورې تړاو ولري.

د بریکس بانک

د دغې غونډې اساسي موضوع د بریکس د ځانگړي بانک رامنځ ته کول دي چې په مخ په ودې هیوادونو کې به د بنسټیزو پانگونو ملاتړ کوي. دغه بانک به د نړیوال وجهي صندوق په شان دندې ترسره کوي. په نړیوال وجهي صندوق کې امریکا او اروپايي ټولنه ډیر نقش لري.

پلان شوې ده چې د بریکس هر غړی هیواد به دغه بانک ته ۱۰ میلیارده ډالر ورکړي. د روسیې د ولسمشر مالي مشاور میخاییل مارگیلوف، ویلي دي: «هدف دا دی چې نړیوال مالي جوړښت ته چې اوس د زړیدو په حال کې دی بدلون ورکړل شي.»

په دروبان کې د هیوادونو د مشرانو له غونډې سره مخالفت

غیر دولتي سازمانونو غوښتي دي چې د بریکس د مشرانو د غوڼدې پر ضد یوه بله غونډه جوړه کړي. یو تن چیني فعال چې او لونگ یو، نومیږي، ادعا کوي چې «د بریکس په غړو هیوادونو کې اقتصادي وده یوازې د کار د غیر انساني شرایطو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.» هغه له نویو صنعتي هیوادونو څخه غوښتي دي چې په راتلونکې لسیزې کې خپل د اقتصادي ودې سیاستونو ته بدلون ورکړي.

د بریکس د کنفرانس په څنډه کې د چین، روسیې او جنوبي افریقا د مشرانو تر منځ خبرې اترې هم پلان شوې دي. په دې غونډه کې د دغو هیوادونو شاوخوا ۵۰۰۰ استازي گډون لري چې ورته سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوې دي.