1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی امريکايي جنرال غواړي په افغانستان کي د سولي په لور اغېزمن ګامونه واخلي

۱۳۸۸ خرداد ۲۴, یکشنبه

جنرال ميک کريستال چي د خاصو عملیاتو يو کارپوه بلل کیږی، د جنرال David McKierenپر ځای افغانستان ته لیږل کيږي تر څو هلته د طالبانو پر ضد هغه جګړه پرمخ بوزي، چي تر اوسه هسي چي ښايي په بریالیتوب سره پرمخ نده تللې...

https://p.dw.com/p/I9E5
په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو نوی عمومي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټال
په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو نوی عمومي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټالانځور: AP

که څه هم تراوسه جنرال ستانلي ميک کريستال په افغانستان کي د امريکادمتحده ايالاتو او ناټو دوسله والو ځواکونو دستر قوماندان په توګه په کار پيل ندی کړی، او داهم نده روښانه چي دمقاومت کونکو پر ضد په مبارزه کي به دده ستراتيژي څه ډول وي، خو داخبره روښانه ده چي دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کي دتند لارو طالبانو پر ضد د اتو کالو جګړو نه وروسته نن ورځ امنيتي وضع ډیره د انديښنې وړ ده. په دې مان چي مقاومت کونکي په دغه سیمه کي له پښو نه دي لوېدلي، برعکس دپخوا په پرتله لاپسي پیاوړي شوی دي او خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی. په تيره بیا ددغه هیواد په سويلي سيموکي.

تر هرڅه لومړی به جنرال ميک کريستال دغه سيمو ته يو سفر وکړي ترڅوله نژدې څخه دحالاتو څارنه وکړي. دغه خبره د افغانستان په جنوب کي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونوISAF د سيمه ايزي قوماندانۍ برتانوي مرستيال بريد جنرال دويد هوک کوي او وايي. «زه يې له دې سره شميرم چي جنرال ميک کريستال به ځیني چاري بل خيل ته ترسره کړي.»

پوځي او سیاسی کتونکۍ په دي عقيده دي چي نوي امریکايي جنرال به دخپل سلف په پرتله زیاتره دمقاومت کونکو پر ضد پوځي عملیات سرته ورسوي. جنرال ميک کريستال د پټوعملیاتو کار پوه بلل کیږي. دکومو تجربو له مخه چي دی يې لري، ښايي وشي کړای په افغانستان کي هم دجګړې بڼه بدله کړي.

د افغانستان په سويلي ولايت اوروزګان کي د خاصو امريکايي واحدونود يوه قوماندان په عقيده، د جنرال ميک کريستال شانس ښه دی. د اوروزګان په ولایت کي د امريکايي ځواکونو خاص واحدونه ددوامداري آزادۍ ياEnduring Freedom تر نامه لاندي، د مقاومت کونکو پر ضد عملیات سرته رسوي.

کله چي د 2001 ميلادي کال په پاي کي په افغانستان کی د امریکايانو د پوځي عملیاتو په بهير کي طالبان دځواک له مسنده څخه وشړل شول، نو امریکايان بيرته دجبهې شاته شول . خو په اورزګان کي د امریکایانو د خاصو واحدونو د یوه قوماندان د اټکل له مخه چي نه غواړي نو م يې واخيستل شي، اوس جنرال ميک کريستال ته ټول دغه راز امکانات برابر شوي دي چي وشي کړای هغه اشتباه چي امریکايانو په هغه وخت کي کړې هغه بيرته جبران کړي.

داسي ويل کیږي، چي په افغانستان کي د امریکایانو او ناټو پوځي ځواکونو نوی ستر قو ماندان جنرال ميک کريستال ته دا صلاحيت ورکړل شوی دی، چي خپل ټول هغه منصبداران چي مستيقماً دده تر قوماندې لاندي کار کوي پخپله وټاکي او سر بيره پر دې ده ته به په کافي اندازه د جګړې وسايل او اکمالات ورسیږي. د مخه تر دي چي جنرال ميک کريستال افغانستان ته راشي، دا پریکړه امریکايانو کړې چي په افغانستان کي ددغه هیواد دعسکرو په شمېر کي زياتوالی راشي.

بياهم د افغانستان په سويلي سیمو کي د نړیوال سوله ساتونکي ځواکونوISAF د سيه ايزي قوماندانۍ مرستيال جنرال ډويد هوک وايي:«کله چي 21000 نور امریکايي عسکر افغانستان ته راشي نو موږ به وشو کړای چي په جګړو کي ابتکار پخپل لاس کي واخلو. چي په دې تو ګه به موږ د ولس له پاره هم د زیات امنیت ژمنه وکړو».

جنرال ميک کریسټال د افغانستان له پاره پخپله ستراتيژي کي له دې څخه خبري کړي دي،چي دی به دملکي وګړو دساتني له پاره په نوي ابتکاراتو لاس پوري کړي. تر اوسه په افغانستان کي دنړيوالو ځواکونو د پوځي عملیاتو په بهيرکي زیاتره ملکي بېګناه وګړی وژل شوي، چي له دې امله عامه خلک دبهرنيو ځواکونو څخه سخت خوابدی شوی. که څه هم د افغانستان له پاره نوی امریکايي جنرال وايي، چي په راتلونکي کي به د ملکي وګړو تلفات کم شي خو بیاهم د افغانستا د سویلي سيمي اوسيدونکي دغه مسالې ته دشک او ترديد په سترګه ګوري مثلاً په کندهار کي یو ښونکی وايي:« افغانان بهرني ځواکونه پخپله خاوره کي نه مني . او که هر څومره ددوی په شمېر کي زياتوالی هم راشي،همغومره د افغانانو له پاره دا دنه زغملو وړ يو مساله ده .»

ناټو يې هم له دې سره شميري، چي هم به جګړې زیاتیږي او هم به دمړیو په شمېر کي زیاتوالی راځي خو نه دملکي وګړو په شمېر کي . مخکي له دې چي حالات ښه شي په لومړي سرکی به حالات خرابیږي.

Matthay, Sabina/ ضيالحق فضلي

کتونکی. زيارمل