1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی عيسوي کال په خوښيو او غم پېل سو

احمدولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ دی ۱۱, پنجشنبه

د نړۍ په بېلو بېلو هيوادونو کي د نوي عيسوي کال (۲۰۱۵م) شپه ولمانځله سوه. خو د چين په شانګهای کي د لمانځنو پر وخت د هله گولي تر ۳۰ زيات انسانان ووژل.

https://p.dw.com/p/1EDva
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان په پلازمېنه برلين کي د نوي مېلادي کال مراسم د «برانډربورګر ټور» په نوم دروازې سره تر سره سول. د نوي کال په دغه لمانځنه کي په سونو زرو انسانانو ګډون کړی وو. خلکو د شپې تر دولسو بجو پوري له ۲۰۱۴م کال سره د خدای په اماني وکړه او د نوي کال د رارسېدو وروستۍ ثانيې يې په لوړ ږغ سره وشمېرلې. تر نيمي شپې وروسته راغلو کسانو نوي کال ته ښه راغلاست ووايه او هغه ته يې خوشالۍ وکړې.

په برلين کي د نوي کال په دغه لمانځنه کي يو شمېر نامتو سندرغاړو خپلي سندري واورولې. د برلين دغه جشن په نړيواله توګه د نوي کال په لويو جشنونو کي شمېرل کيږي. په برلين کي د نوي کال د لمانځنو له پاره ټاکل سوې سيمه تقريباً ۲ کلومتره وسعت لري.

په اروپا کي د نوي کال تر پېلېدو دمخه په آسټراليا او روسيه کي کال رانوی سوی وو. په يادو هيوادونو کي هم په جلا جلا ښارونو کي د نوي کال د شپې لمانځنې تر سره سوې او ۲۰۱۵م ته ښه راغلاست وويل سول.

په داسي حال کي چي په اروپا، آسټراليا او روسيه کي نوی عيسوي کال په خوښيو پېل سو، په چين کي د نوي کال پېل په يوه ناورين پيل سو.

په برلين کي د نوي کال شپه په آتشبازيو ولمانځله سوه
په برلين کي د نوي کال شپه په آتشبازيو ولمانځله سوهانځور: Reuters

په شنګهای کي ناورين

په چين کي هغه وخت د نوي کال لمانځل په غم پای ته ورسېدل، چي په شانګهای کي د لمانځنو پر وخت يوه حادثه رامنځ ته سوه. دا ځکه چي د شنګهای په ښار کي د لمانځني پر مهال د خلکو تر منځ وارخطايي رامنځ ته سوه او پکښي يو شمېر کسان تر پښو لاندي سول. اټکل کيږي چي هله گوله او وارخطايي د ډالرو د جعلي نوټونو د پاشل کېدو له امله رامنځ ته سوه.

د «چاينا نيوز» په نوم خبري رسنۍ د يوه حکومتي چارواکي په حواله لیکلي دي، چي په دغه حادثه کي ۳۵ انسانان وژل سوي او ۴۲ ژوبل سوي دي. زياته سوې ده چي دغه حادثه د نوي کال تر رارسېدو ۲۵ دقيقې دمخه رامنځ ته سوه. د هغه پيښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي د شنګهای په يوه محبوبه سيمه د تياتر مخي ته په تنګه لار کي د لارويانو په ازدحام کي وارخطايي رامنځ ته سوه.

د وارخطايي تر رامنځ ته کېدو وروسته په يوه تنګه لار کي خلکو په خغاستو پېل وکړ چي پکښي يو شمېر نور تر پښو لاندي سول. په ټويټر وېبپاڼه کي د پيښي انځورونه خپاره سوي دي چي پکښي يو شمېر انسانان تر سترګو کيږي چي بې حرکته پر مځکه پراته دي.

په دغو انځورونو کي ليدل کيږي چي نور انسانان له دغو کسانو سره لومړۍ طبي مرستي کوي. ژوبل سوي کسان نژدې روغتونونو ته رسول سوي او چارواکو د پيښي پلټنه پېل کړې ده.

د ټولنيزو شبکو پر وېبپاڼو داسي خبرونو گرځي، چي ګويا د وارخطايي لامل د پيسو پاشل کېدل دي. ويل سوي دي، چي دغه پيسې د زيات احتمال له مخي جعلي امريکايي ډالر ول. خو د دغه خبرونو تائيد لا تر اوسه نه دی سوی.

نوی کال په سيدني او مسکو کي

په سيډني کي تر يو مليونو څخه زياتو انسانانو نوي کال ته ښه راغلاست ووايه
په سيډني کي تر يو مليونو څخه زياتو انسانانو نوي کال ته ښه راغلاست ووايهانځور: Reuters/Jason Reed

د آسټراليا په لوی ښار سيدني کي هم د نوي کال جشن جوړ سوی وو په دغه جشن کي تر يو ميليون زياتو انسانانو ونډه اخيستې وه. په دغه لمانځنه کي ستره اورلوبه وسوه. په دغه جشن کي په لومړي وار گډون کوونکو ته د الکولو د راوړلو اجازه نه وه ورکړل سوې.

د روسيې په پلازمېنه مسکو کي هم په لسونو زرو انسانانو د نوي مېلادي کال په لمانځنو کي ګډون وکړ. په دې ترڅ کي په سره ميدان کي لوی جشن نيول سوی وو. ياد ډګر د نوي کال په شپه د رقص په يو لوی ميدان بدل سوی وو. د کريملن په سره ميدان کي د نوي کال د رارسېدو پر وخت لويي زنګولې ووهل سوې.