1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی ډهلی د المپيايي لوبو د مشعل ورتگ ته ځان چمتو کوي

۱۳۸۷ فروردین ۲۹, پنجشنبه

په پيکنگ کې سږ اوړي ته کېدونکو نړيوالو المپيايي لوبو مشعل به نن تر کلکو امنيتي تدبيرونو لاندې د هند پلارمېنې ډهلي ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/DjWK
نړيوالو المپيايي لوبو د مشعل لاره
نړيوالو المپيايي لوبو د مشعل لارهانځور: picture-alliance/ Globus Infografik

قريب ١٥٠٠٠ امنيتي کسان دې ته درول شوي، چې لنډه شوې ٢،٣ کليومتره لار وساتي.

بر سېره پردې، د مشعل د وړن له رسمي پيل نه څو گړۍ مخکې د ډهلي ښار تر سخته څارنه او کنترول لاندې نيول شوی. د هند پوليس او اوړوندې ادارې هم لکه د نورو هېوادونو غوندې، د تبت په وړاندې د چين د سياست پرضد مظاهرو او اعتصابونو څخه وېره لرې.

په هندوستان کې تر بل هر ځای نه زيات تبتي کډوال اوسيږي، چې شمېر يې له يو لک کسانو څخه زيات او د چين او تبت د کړکېچ راپورته کېدلو راهيسې هر ورځ د چين پر ضد مظاهرې کوي.