1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی ډهلی د واشنګټن سره د پوځي همکارۍ له پاره تيار دی

۱۳۸۸ خرداد ۳, یکشنبه

د هند نوی ايتلافي حکومت چي د خپلو پخوانيو کمونستي مؤتلفينو له فشار څخه خلاص شو، ښايي اوس د امريکا د متحده ايالاتو سره د پوځي لوژستيکي معاملو په لاره کي ګړندي ګامونه اوچت کړي...

https://p.dw.com/p/HwL9
د هند لومړی وزير من موهن سنک او سونيا ګاندي د وروستيو عامو انتخاباتو تر ګټلو وروسته د وينا پر مهال
د هند لومړی وزير من موهن سنک او سونيا ګاندي د وروستيو عامو انتخاباتو تر ګټلو وروسته د وينا پر مهالانځور: AP

د نوي ډهلي او واشنګتن ترمنځ د لوژستيکي مرستو موافقه، چي په خپل انګليسي مخفف LSA مشهوره ده او د هغي عمل کول دوه کاله وځڼدوله شوه، دواړو هيوادونو ته اجازه ورکوي چي د پوځي بيړيو او الوتکو ته د تيل ورکولو او د هغو د تخنيکي مراقبت او نور داسي خدماتو په موخه د يو بل د هوايي هډو او بندرونو څخه کار واخلي.

د لومړي وزير Manmohan Sing پخوانيوکمونست مؤتلفيونو د داسي يوې موافقي مخالف کاوه او ويل يې، چي په دې ډول د هندپوځي هډې ښايي په سميه کي د امريکايي قواوو د عملياتو له پاره په تلپاتو هډو بدلي شي.

خو دسنګ، ګوند کمونسټانو ته په وروستيو عامو انتخاباتو کي ماته ورکړه، او د پريکړن اکثريت سريي د هغو له فشار څخه ځان وژغوره. له واشنګتن سره د هند د حکومت د يوې ملکي هستوي معاملي پر سر د هند کمونستان لا مخکي له پخواني ايتلافي حکومت څخه وتلي ول.

د هندکمونسټان له ډيري پخوا زمانې څخه د امريکا متحده ايالاتوسياست ته په ښه سترګه نه ګوري او له هغه سره د هر ډول ستراتيژيکي همکارۍ مخالفت کوي.

خو د هند د حکومت يو لوړپوړي چارواکي او پوځي تحليلونکو وويل، چي د کمونسټانو دغه ډول ويره بې ځايه وه، ځکه د LSA يوه عادي موافقه وه چي امريکايان يې د نړۍ له څه دپاسه 50 هيوادونو سره لري.

کله چي د سنګ حکومت د دوهمي دورې له پاره د جمعې په ورځ لوړه وکړه، دغه چارواکی چي هويت يې نه دي ښودل شوی، د رويتر خبري اژانس ته وويل: «دا د لومړيو مسايلو له جملې څخه دي، چي موږ به پر کتنه کوو». هغه زياته کړه، امريکايي بېړۍ همدا اوس هم د هند له تأسيساتو څخه استفاده کوي، خو هر ځل اجازه غواړي او د لزوم په صورت کي ورته ورکول کيږي، خو اوس به دغه موافقه بلکل رسمي بڼه پيدا کړي.

پوځي کارپوهانو وويل:« په افغانستان او پاکستان کي د اسلام پالو تند لارو پر ضد د متحده ايالاتو د جګړې د لمني له پراخيدو سره په سيمه کي پوځي تأسيساتو ته د لاس رسيو سره له امريکايي قواوو سره ډيره مرسته وکړي.

د هند د بهرني استخباراتي څانګي چي د څېړني او تحليل يوه برخه ده، پخواني آمر، B. Raman په نظر :« لوژستيک د هر پوځي عمل د زړه حيثيت لري.» هغه يادونه وکړه:« دا هرومرو د هغوی سره مرسته کوي هغوی د مصؤونو او باور وړ تأسيساتو له ناحيې څخه ډاډه دي».

دسنګاپور د نانينګ په تخنيکي پوهنتون کي د جنوبي آسيا د مطالعاتو پروفيسور، C.Raja Mohan وويل:«LSA د متقابلي همکارۍ يو ډير ښه تړون دی.هغه باندی د کمونسټانو له خوا اعتراضونه وشول او حکومت يې شنډ کړی ؤ.»

هغه وويل، چي له دغه تړون څخه نوی ډهلي هومره ګټه اخلي لکه چي واشنګټن يي اخلي،«که چير ي زياته وانخلي، کمه خو يي نه اخلي.».