1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی کال مو مبارک سه

۱۳۸۹ فروردین ۱, یکشنبه

نن نور روز دی.د پسرلي پيل، د نوي 1389لمريز هجري کال لومړۍ ورځ. دغه ورځ په افغانستان، ايران، او د منځني آسيا په هيوادونو کي په عنعنوي توګه لمانځل کيږي...

https://p.dw.com/p/MYUq
نن نور روز دي. د پسرلي پيل ځوانان ميلي کوي
نن نور روز دي. د پسرلي پيل ځوانان ميلي کويانځور: DW / Wahidy

نن يكشنبى د1389 هجري شمسي كال دحمل لومړۍ نيټه دنوروزدجشن سره برابره ده. نن دافغانستان دټولوولاياتوپه گډون چى دحمل لومړۍ ورځ پكښى په دوديزوميلوسره لمانځل كيږي دټولونه ستر مراسم په مزارشريف كى دحضرت علي كرم الله وجه دمباركى روضى دجنډى پورته كولوله امله جوړشوي دي چى په سلګونه زره هيوادوالوپكښى ګډون كړي دي. سږكال د دى ميلى دامنيت لپاره شپږزره پوليس ګمارل شوي دي چى په سيمه ايزوخت دسهارپه نهوبجودجنډى دپورته كولومراسم دجمهوري رياست دلومړىمرستيال مارشال فهيم لخواترسره شول د مزار شریف میلهه ترڅلويښتوورځوپورى دغه ميله دوام لري.

دغه رازدكابل په سخي كارتى اودباغ قاضي دمنډوي توغ دپورته كولوسره يوځاى په بادام باغ كى دبزګرانوميله اوهمدارنګه په باغ بابردښځوپه بڼ شاه شهيداودمرنجان په تپى كى دنوروزميلى جوړى شوي دكابل ښاريانولخوادخوښۍ په څرګندونودنوروزدغه ورځ ولمانځل شوه كابل ښاروال انجنيرمحمديونس نوانديش دمنډوي توغ دپورته كولونه وروسته ددى ورځى داهميت په تيره بياچى سږكال دغه ورځ دملګروملتولخوادرسمي ورځى په توگه راجسترشوي ده

دكابل دلومړۍ ناحيى اوسيدونكى محمداصف احمدي دنوروزجشن يووګړنى اودوديزجشن وباله اوپه ټولوهيوادوالوئى غږوكړچى دكابل ښارپه پاكوالى اوخپلومشروعوهدفونوته دكاراوزيارپه وسيله ځانونه ورسوي

دكابل دښاراوسيدونكى صاهره مقصودي چى دنوى كال دلومړۍ ورځى دلمانځلولپاره ئى پراخه تيارى نيولي دي په دغه ورځ داوه ډوله ميوى اوسمنك جوړلواونورورواجونوپه اړه معلومات وركړ

اوه كلنه بشرى چى دبابرپه بڼ كى دخپلوهمزولوسره ميلى ته راغلى وه زياته خوشحاله برسيره اودخپلى خوشحالۍ څرګندونه ئى وكړه

دكابل دښارپه زياتره ميله ځايونوكى چى كومى غونډى جوړى شوي وى اوويناوى پكښى وشوي دزياتره ويناوالودخبرومهم ټكى په هيوادكى دجنګ بندولواودډاډمنى سولى دټينګښت دعاګانى وى

چى په ډله ايزه توګه ترسره شوي

جمال کوټوال

کتونکی: عبدالباری حکيم