1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيتانياهو: موږ به د ځان څخه د دفاع حق وساتو

۱۳۸۹ خرداد ۱۳, پنجشنبه

داسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د نړيوال فشار سره سره په خپله تګ لاره کي بد لون راوستلو ته چمتو نه دی...

https://p.dw.com/p/NgRJ
د اسرائيلو لومړی وزير بينيامين نيتانياهو
د اسرائيلو لومړی وزير بينيامين نيتانياهوانځور: AP

ده د کلونو راهيسي د غزې تراډي ته ټولي لاري بندي کړي،او وايي، چي که اسرائيلو، د فعالينو د بيړيو سره داسي قاطع عمل نوای کړی د غزې څخه به د ايرانيانو يو بندر جوړ سوی وای.

«د بيړيو ددې کتار هدف دا نه و، چي غزې ته د مرستي مواد ورسوي، بلکي هدف يې د غزي پر لور د سمندري لاري د بندوالي ختمول ول. ځکه چي موږ غزې ته د مرستي د موادو رسول ممکنوو.»

هغه ويلي، که د سمندري لاري بنديز پای ته رسول سوی وای،نو د بيړيو له دې کتار څخه وروسته به په سلهاوو نوري بيړۍ راغلي وای.

د نيتانياهو په نظر هره بيړۍ، چي د غزې پر لور ځي يو امکان يې د وسلو راوړونکي دي.

نيتانياهو ويلي،چي تل ابيب او بيت المقدس د غزې څخه يوازي څو کيلومتره لري دی،او ددي مخه بايد ونيول سي، چي په غزه کي حکومت کونکی اسلامي حماس دغه ښارونه په توغنديو وويشتلای سي.

د سولي د فعالينو پر بېړۍ وسلوال بريد
د سولي د فعالينو پر بېړۍ وسلوال بريدانځور: AP

نيتانياهود شپږو بيړيوڅخه پر يوې باندي د اسرائيلو بريد حقاني ښودلی او ويلي يي دي، چي په بيړۍ کي سپرو کسانو هڅه کوله چي اسرائيلي عسکر په وهلومړه کي او ډزې يي هم ورباندي کړي دي.

هغه په خپله تلويزيوني وينا کي ويلي دي،چي په شپږمه بيړۍ کي وضعه بيخي بل ډول وه. هلته زموږ عسکر د يوې افراطي ډلي سره مخامخ سول.هغې د نړيوال تروريزم ملا تړ کوی، او اوس د حماس د تروريستي سازمان ملاتړ کوي.

هغه ويلي، دا د ميني بېړۍ نه، بلکي د کرکي بېړۍ وه. دا دسولي بېړۍ نه، بلکي د ترور د پلويانو بېړۍ وه. نيتان ياهو زياته کړي ده چي، دی په خپلو عسکرو وياړي،چي د اسرائيلو دفاع يې کړې ده. هغه زياته کړې د اسرائيلو دولت به د ځانه څخه ددفاع حق وساتي.

Engelbrecht, Sebastian/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل