1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيدرزاکسن ته لنډه کتنه

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

که په مبالغه وويل شی، نيدرساکسن له غواوو او موټرونو څخه جوړ دی. طبعاً په کليشه يي ډول! ځکه د آلمان دغه شمالی ايالت د سترو نندارتوننو ځای هم دی او ستر طبيعت هم لری...

https://p.dw.com/p/IAf6
نيدرزاکسن د شمالي سمندر څخه د ډنډونو په واسطه ساتي
نيدرزاکسن د شمالي سمندر څخه د ډنډونو په واسطه ساتيانځور: picture-alliance/ ZB

نيدرزاکسن د خمکې د مساحت له نظره له بايرن نه وروسته د آلمان دوهم لوی ايالت دی. دغه ايالت له شمالی سمندرګي څخه د هارڅ تر منځنيو غرونو پروت دی. د آسونو ټاټوبی نيدرساکسن چې  په دولتی نښان يی په ټوپ وهونکی آس انځور شوی، تر ډيرو نورو آلمانی ايالتونو څخه پياوړئ زراعت لری. ځکه د ايمز او ايلبې ددريابونو تر منځ پروت دغه ايالت د جوړښت د بدلون له لحاظه ، د موټرو د صنعت رانغاړلی دی.

په ولفسبورګ کي د فولکس واګون د موټرو جوړونه
په ولفسبورګ کي د فولکس واګون د موټرو جوړونهانځور: AP

د نيدرساکسن په وُافسبورګ کې د فولکس واګون دموټرو نړيوال مرکز پروت دی. خلک وايي: « که فولکس واګون وټوخيږی، نو نيدرساکسن سړو وهلی» تراوسه دلته د فولکس واګون له۵۰ مليونو نه ډير موټو جوړ شويدی. د صنعت څلورمه برخه دکار ځای د موټر جوړولو او ليږدولو دی.

د چرګانو ساتنه او ګدامونه

دغه راز په زراعت کې هم نيدرزاکسن لوړ مقام لری. دغه ايالت د کچاليو او همداشان د خينځيرو چرګانو او فيلمرغانو په ساتنه کې د بازار مخکښ دی. د ايالت په پلازمينه هانوفر کې هرکال نړيوال نندارتونونه اود هغو په ډله کې د کمپيوټر د نندارتون جوړيږی.

د براونشوايګ او ګوتينګين پوهنتونونه د څيړنو غوره مرکزونه جوړوی. په هيلدزهايم کې سړی کولای شی له هغو کليساوو څخه ليدنه وکړی چې په نړيوال کلتوری ميراث وياړل شويدی. ځکه نو نيدرساکسن د کلتور له پلوه هم د وړاندې کولو لپاره څه لری.

د خوړونو او ډنډونو طبيعت

تر ټولو زيات ددغې هوارې سيمې د طبيعت رازرازوالي نيدرزاکسن د توريستانو لپاره په زړه پورې کړيدی. د شمال سمندری غاړې د بورکوم، يوايست، نوردانای، بالتورم، لانګيوګ، شپيکيروګ او وانګيروګ أه ټاپوګانو سره دغه ايالت ته نور هم پياوړی مقام وربښی. د لونيبيرګ له څرځايونو سره د هارڅ منځني غرونه او ویساربيرګلند د تبديل هوا لپاره ښکلې منظرې جوړوی.

سپین ويونکي او له ظرافت نه ډک

د نيدرساکسن خلک سپین او لږ څه سرټمبه دی. په لومړی نظر کوم بل خصوصيت نه ترسترګو کيږی، خو د نيدرزاکسنيانو د زياتو استعدادونو د په نظر کې نيولو سره ظرافت په پوره توګه څرګند دی.

معلوما ت

د وګړو شمير: ۸ مليونه تنه

مساحت: ۴۷،۶۴۲ کيلومتر مربع

دايالت پلازمينه: هانوفر

د بنسټ جوړيدو نيټه: ۱.۱۱.۱۹۴۶

د اقتصاد اهمې څانګې: دموټر جوړولو صنعت