1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيم کال دمخه په غزه کي جنګ د بشر د حقوقو پر خلاف ؤ

۱۳۸۸ تیر ۱۱, پنجشنبه

د عمومي بخښني د نړيوالي ټولنې امنستي انټرنشنل لخوا، د تېر دسمبر او جنورۍ په مياشت کې، د غزې پر تراړه باندي د اسرائيلو د يرغل رپوټ يو دردوونکی سند دی ...

https://p.dw.com/p/Ifgn
امنسټي انټرنيشنل د غزې دجنګ په باب رپوټ خپور کړی دی
امنسټي انټرنيشنل د غزې دجنګ په باب رپوټ خپور کړی دیانځور: AP/DW-Grafik

د هغه په 117 مخونو کې هغه مرگونه، ناخوالي او بدمرغۍ ليکل شوي، کومي چې اسرائيلو د غزې د تراړو په گوښي پاتې اوسېدونکو باندي د خپلو 22 ورځنيو پوځي عملياتو په ترځ کې وروستلي وو.

په رپوټ کې راغلي، چې د حملو پراختيا او غټوالی بې مثاله ؤ . هغه 1400 تنه له منځه وړي، چې گڼ شمېر ورڅخه ملکي خلک او لږترلږه 300 تنه ماشومان وه. په سوونو کورونه يې وران کړي او په زرهاوو کسان يې بې کوره کړيدي . د دې ډول خرابيو د پاره کوم نظامي اصول او اجازه نسته. برعکس، غزې ته ليږل شوو د امنستي انټرنشنل کسانو داسې د ثبوت دليلونه موندلي دي، چې دا نړونې او ورانکارۍ بې اساسه او قصدي اعمال ثابتوي او هم د گڼ شمېر ملکي کسانو د ژوند په بيه تمامې شوېدي.

د بېلگې په ډول د غزې د تراړې په شماله سيمه جبليه کې . چېرته چې د دسمبر د مياشتې په 29 ورځ، له پنځو څخه تر 17کلنو پنځه خويندې د خپل کور تر خاورو لاندې شوې . هغه کور د هغې بمباريو له کبله ونړېد، کومې چې اسرائيلي هوايي ځواکونو د کور له څنگه پر يوه جومات باندي کولې، تر دې شک لاندي چې گواکي هلته د حماس غړي سره راټوليږي . د امنستي رپوټ يو شمېر کسان د هغه اسرائيلي معمولو ډزو له کبله وژل شوي بولي، کوم چې اسرائيليان يې پرځېنو په نخښه شوو کسانو باندې کوي .

دا له هغه رپوټ سره سر خوري، چې د بشري حقونو څارونکې ټولنې H.R.W. دوې ورځي مخکې خپور کړی دی . په هغه کې له بې پيلوټه الوتکو، او نورو هغو هوايي وسيلو څخه د وسلې په توگه د کاراخيستو خبره شوې ده، چې اصلا د کشف په منظور گټه ورڅخه اخيستل کيږي . له H.R.W. څخه وسله پېژندونکی مارک گارلاسکو Marc Garlasco څرگندوي،

«د قالبي سرپو تر نامه لاندې عملياتو کې، لږترلږه 87 تنه ملکي کسان د اسرائيلي پوځ لخوا وژل شوي دي . دا په نظامي سلاحکوټونو کې تر ټولو ښې نخښه نيوونکې وسلې دي، چې کوم يو پوځ يې لري . د هغوی دروبينونه د تعجب وړ دي . په هغه سره سړی په ښکاره ډول سره ليدلی شي، چې چېري دئ او هغه هدفونه چې گذار پرې کوي نظامي دي که ملکي .»

Israelische Luftwaffe greift weiter Ziele im Gazastreifen an
انځور: picture-alliance / dpa

فلسطينی طبيب او سياستمدار مصطفی برغوثي وايي، اسرائيلو سخت جنگي جنايت سر ته رسولی دی . ده په انگريزي ژبي عربي تلويزيون الجزيره کې پر اسرائيلو تور ولگاوه، چې پر ملکي کسانو يې حملې کړېدي، ډاکتران او روغتياپالان يې د زخميانو له پالني او غم خوړني څخه منع کول . سر بېره پر دې اسرائيلو منع شوي وسلې لکه فوسفور بمونه کارولي دي . اسرائيل په دې ښه پوهيږي، چې دا جنگي جنايت ترې شوی دئ، نو ځکه نړيوالو ټولنو ته د څېړنو اجازه نه ورکوي .

بارغوثي بيا وايي ، « ټول هغه څه چې موږ يې غواړو حقيقت دئ . خو موږ دا هم غواړو، چې نړيوال له حقيقتونو سره غبرگون وښيي . دا نسي منل کېدلی، اسرائيلو ته اجازه ورکړل شي، ځان داسي ښکاره کړي، چې گواکي له نړيوالو اصولو سره سم چال چلند يې کړی دئ . دا بې جزايي د منلو وړ نه ده . دوی د اسرائيلو په شمول د هر چا راتلونکې نړوي .»

امنستي انټرنشنل د اسرائيلو د جنوبي سيمې حالات هم څېړلي دي . هلته د غزې د عملياتو په اوږدو او له هغه مخکې، له غزې نه ورتوغول شوي گڼ شمېر راکټونه لگېدلي دي . په هغه گذارونو کې 3 اسرائيلي ملکيان ووژل شول .

مارکس بيټينا/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري