1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيول سوې ډله: طالبانو په تعويذو تېر ايستلي وو

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

په کندهار کي یوه نيول سوې وسله واله ډله وايي، چي طالبان په داسي تعويذونه تېر ايستلي ول، چي گويا د دې تعويذونو په برکت افغان امنيتي ځواکونه تاسې نه سي ليداى او دغه تعويذونه به تاسې په جګړه کي بريالي کوي.(انځور ارشيف)

https://p.dw.com/p/18XI0
The photo is provided by DW corespondent In Kandahar Province of Afghanistan and shows Taliban members that joined the peace process. Zulieferer: Masood Saifullah
Taliban Afghanistan Provinz Kandaharانځور: DW

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د نيول سويو وسله والو طالبانو هغه نهه کسيزه ډله، چي په دې وروستيو کې د دغي ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال افغان امنيتي ځواکونو نيولې ده، وايي دوی ته ويل سوي ول، چي حتی مرمۍ به هم تر دوی پوري نه ورسيږي.

د دغي ډلي يوه تنه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د پاکستان د بلوچستان ايالات په مرکز کوټه، چمن او نورو پښتون ميشتو سيمو کي تر نظامي روزني وروسته افغانستان ته د جګړې له پاره رالېږل سوي ول:

«موږ ته يې دا تعويذونه راکړل او راته يې وويل، که مو دغه په غاړه وه، هيڅوک تاسې نه ويني او نه مو څوک نيولاى سي. موږ ته يې په کوټه، چمن، ځنګل او نورو سيمو کي د جهاد درسونه راکول او راته ويل يې د طالبانو سره همکاري وکړئ، خداى به جنتونه درکړي.»

دوى وايي، د تعويذونو تر څنګ د ډېرو پيسو د ورکړي ژمنه هم ورسره سوې وه او ورته ويل سوي ول، چې که بريالۍ جګړه وکړي، نو موټر به هم ورکړل سي، خو اوس پر خپلو کړنو پښېمان او له دولت څخه هيله کوي، چې دا وار دي وبخښل سي او بيا يې له داسې کړنو توبه ده، بيا به هيڅکله د ټوپک خواته وهم نه ګوري، يوازې به خپله خواري کوي.

په پنجوايي ولسوالۍ کي ځايي خلک د خپلو کليو ساتنه کوي
په پنجوايي ولسوالۍ کي ځايي خلک د خپلو کليو ساتنه کويانځور: DW/Spesalai

د دغو کسانو په ډله کې يو تن چي خپل نوم محمد طاهر ښيي وايي چي ده ته د ماين جوړولو په برخه کي زده کړي ورکړل سوي دي او د ماين جوړولو ترڅنګ په ماين ښخولو کې هم پوره وړتيا لري.

هغه وايي، دوى ته به د تراکتور په واسطه چاودېدونکي مواد له پاکستان څخه راوړل کېدل او دوى به د سړک د غاړي ماينونه ور څخه جوړول او د افغان او بهرنیو ځواکونو په لارو کي به ئې ښخول.

د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قومندان سمونيار سلطان محمد له رسنيو سره د خبرو پرمهال وويل، ياد کسان يې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په پنجوايي ولسوالۍ کې له يو شمېر وسلو، مهماتو او تر سلو زياتو د سړک غاړي ماينونو سره يو ځاى نيولي او پر خپلو کړونو يې اعتراف هم کړى دئ. د قومندان په خبره په دې لار کي د سيمې خلګو ورسره ډېره مرسته کړې ده:

«له يادو کسانو سره مو يو تن په زخمي حالت کي هم نيولى دى، چي اوس په روغتون کي تر درملني لاندي دى. دغه وسلې، چي تر سلو زيات ماينونه، راکيټونه، کلاشنکوفونه او لسهاوه کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد دي زموږ د پوليسو لاس ته ورغلي دي.»

دغه کسان له وسلو او ماينونو سره په داسې حال کي نيول کيږي، چي په دې وروستيو کې د کندهار او سويلي حوزې په بېلا بېلو برخو کې د سړک غاړي ماينونو يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په خبره د پېښو په قربانيانو کې ښځي او کوچنيان هم شامل دي.

يوازي د دوشنبې په ورځ په کندهار کي د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي ۱۳ تنه ملکي کسان ووژل سول چي ډېری يې ښځي او کوچنيان ول.

د کندهار عام ښاريان د ولسي خلګو مرګ ژوبله غندي او له دواړو اړخونو څخه غواړي، چي د بې ګناه ملکي خلګو ژوند ته درناوى ولري.