1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيويارک کي د وسلو په اړه نوی قانون لاسليک سو

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه

په نیویارک کي د وسلو قوانین یو څه سخت شوی دی. نیویارک لومړي ایالت دی چې د «نیو تاون» تر پېښې وروسته یې دغه اقدام کړی دی. په نیو تاون کې یوه ځوان د ښووځي ۲۶ تنه زده کوونکي او ښوونکي ووژل.

https://p.dw.com/p/17LD9
انځور: picture-alliance/dpa

د نیویارک والي اندریو کیومو، دغه قانون د سه شنبې په ورځ لاسلیک کړ. د دې قانون له مخې اوس باید د اوسېدونکو رواني حالت هم وڅیړل شي. د نیویارک والي د متحده ایالاتو سنا ستایلې ده چې د دغه قانون د منلو په برخه کې یې سمدلاسه اقدام کړی دی.

په متحده ایالاتو کې هغه وخت د وسلو د مالکیت په اړه بحثونه تاوده شول، چې د دې هیواد په نیوتاون ښار کې یوه وګړي په «هوک لومړني ښوونځي» کې شل تنه ماشومان او شپږ مشران ووژل.

نوی قانون د «امن نیویارک» په نامه لاسلیک شوی دی. په دغه قانون کې کوښښ شوی دی چې مخکې له دې چې يو څوک وسله رانیسي د هغوی سابقه، رواني روغتیا او د وسلو د مرمیو د لېږد ظرفیت تر کره کتني لاندي نیول کیږي.

د اوسني قانون له مخې باید د رواني روغتیا کارپوهان د هغو کسانو په اړه چارواکو ته خبر ورکړي، چې کیدای شي د وسلو تر ترلاسه کولو وروسته، خپل ځان او یا هم نورو کسانو ته تاوان ورسوي. په دې صورت کې به نو پولیس د دې حق ولري چې د دغو کسانو وسلې ضبط کړي.

د نیویارک ګورنر په دې اړه ویلي دي: «دا یوه واضیح خبره ده، هغه کسان چې رواني ستونزي لري باید وسلو ته لاسرسی و نه لري.»

د مرمیو محدودیت

په نیویارک کې همدارراز د «شاجورو» ظرفیت هم یوازې اوو مرمیو ته محدود شوی دی. د نیویارک والي په دې اړه ویلي دي: «ولي په یوه وسله کې اوه مرمۍ؟ دا ځکه چې داسې شاجورونه چې لوړ ظرفیت لري او په کم وخت کې د ډیرو انسانان د وژلو امکان رامنځته کوي، له مدني ټولنې سره سمون نه خوري.»

د «امن نیویارک» د قانون له مخې اوس باید د شخصي معاملو پر مهال هم د پیریدونکو سابقه وڅیړل شي. په متحده ایالاتو کې د «وسلو ملي انجمن یا The National Rifle Association» پر دې قانون باندي نیوکه کړې ده. دغه انجمن ویلي دي: «دغه شان قوانین تر دې مخکې هم د ملکي وګړو په ساتنه کې کوم نقش نه دی لوبولی او په راتلونکې کې به هم کومه فایده و نه کړي. په خواشینۍ سره چې د نیویارک ایالت دغه موضوع په پام کې نه ده نیولې.»