1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوالي ټولني:په افغانستان کي بايد د پوځيانو او مرستندويو ټولنو توپير وسي

۱۳۸۷ مرداد ۲۷, یکشنبه

وروسته د هغه چي په افغانستان کي د يوې مرستندويي موسسې درې تنې بهرنۍ کارکونکي ووژل سوې، په افغانستان کي پوځي بدلونونو او پوځي مرستندويه کارونو د غير حکومتي سازمانونو لپاره کار کول نور هم له خطرونو سره مخامخ کړل

https://p.dw.com/p/Eyrv
په افغانستان کي ايتلافي ځواکونه
په افغانستان کي ايتلافي ځواکونهانځور: AP

نړيوال او افغان پوځي ځواکونه د افغانستان په ځینونا امنه او بې ثباتو سيمو کي د ښونځيو،کلينيکونو د ودانيو په جوړولو،د څاګانو په ايستلواوځينو بيړنيو مرستو بوخت دي په دې هيله چي که چيري وکړای سي د ښورښيانو پرضد د عملياتو ديوې برخي په توګه د عامو خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

خو د مرستندويو سازمانونو کارکونکي وايي چي، دا کار عادي افغانان مغشوش کړي دي او طالب جنګيالي هغوی ته په دې سترګه ګوري چي ګواګي دوی يعني د خيريه سازمانونو کار کونکي د افغانستان لويديځ پلوه حکومت او نړيوالو ځواکونو ته کار کوي.

د آی آز سي مرستندويه ټولني الوتکه
د آی آز سي مرستندويه ټولني الوتکهانځور: picture-alliance/ dpa

کله چي د ژغورني د نړيوالي کميټې، آی آر سي، د ريیس، George Rupp څخه پوښتنه وسوه چي په دې موضوع کي هغه څه نظر لري، نوموړي په جواب کي د رويتر خبري آژانس ته وويل:«تاسو د بشري خيريه ټولنو لپاره د فضا د ټنګيدو او د بهرنيانو چي دلته دي د پوځي او بشري موخو تر منځ د نه توپير کولو د ستونزو سم تشخيص کړی دی.»

هغه په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل:« د نړيوالي ژغورني کمیټه په ټينګه ژمنه لري چي د بشري مرستو فضا خوندي وساتي اود خيريه موسسو د کارکونکو او د پوځي کارکونکو تر منځ توپير وکړای سي.»

د تيري چهار شنبې په ورځ د آی آر سي درې بهرني ښځينه کارکونکي هغه وخت ووژل سوې چي د لوګر په ولايت کي يي يوې سيمي ته سفر کوی.

طالبانو وويل چي، دغه درې تنه کارکونکي هغوی ووژل، ترڅو د امريکادمتحده ايالاتو په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د جولای د مياشتي د هغه هوايي بمباری غچ واخلي چي په اثر يې په يوه واده کي47 تنه افغانان چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل وه ووژل سول.

د رويترخبري آژانس پخپل رپوټ کي وايي چي د آی آر سي د درو تنو ښځينه کارکونکو د وژلو په اړه طالبانو په یوه خبرتیا کي چي د هغوی په انټرنيټپاڼه کي خپره سوې ده وويل:« موږ بايد ووايو چي دغه کارکونکي په ظاهر کي د عامه خلګو په خدمت کي وې، خو په حقيقت کي هغوی د نړيوالو تيري کونکو لپاره خدمت کاوه، هغوی د افغانستان د دښمنانو بياپه خاصه توګه د افغاستان د ښځو د دښمنانو په خدمت کي ګمارل سوي وې.»

افغان او نړيوال ځواکونه
افغان او نړيوال ځواکونهانځور: AP

نړيوال ځواکونه په دې نظر دي چي د هغوی خيريه کارونه دهغو هڅو يوه برخه ده چي موخه يې د افغانستان دعامو خلګوملاتړ لاس ته راوړل دي. دغه ځواکونه یادونه کوي چي د هغوی ډيری پروژې د هيواد په بې ثباتوسيموکي په لاره اچول کيږي، چيري چي خيریه موسسې ډيرلږ فعاليت کوي.

خونړيوال غير حکومتي سازمانونه په دې نظر دي چي بهرني سر تيري بايديوازي پوځي عملياتو ته پاملرنه وکړي.

په افغانستان کي د آی ار سي، مشر، Ciaran Donnelly وويل:« د بشري او سياسي ياپوځي هدفونو تر منځ دنه توپيروالي له امله رښتياهم چي اخلاقي او عملياتي انديښنې راولاړي سوي دي.»

په افغانستان کي زور زياتيوهغه وخت ډير زور واخستۍ چي طالب جنګياليوچريکي جګړې او د سړک غاړو ته د بم ايښوولو عملياتوته يې مخه کړه تر څو د افغانستان له حکومت او د هغه لويديځ ملاتړ کونکونوملاتړ تاواني کړي. د مرستندويوموسسو د ويناوو له مخه،يوازي سږکال څه ناڅه 2500 خلک وژل سوي چي1000 تنه يې ولسي وګړي دي.