نړيوالي ډپلوماسۍ د سوريې له پاره فعاليت زیات کړی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبهاعلان
د عربي هيوادونو د ټولني عرب لیگ د بهرنيو چارو وزيران د يکشنبې په ورځ د سوريې په هکله يوه بېړنۍ غونډه لري. دغه غونډه د سعودي عربستان په جده کي تر سره کيږي. په عيني حال کي د امریکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن او د هغې ترکي سيال احمد داؤدوغلو ويلي دي چي د سوريې په کړکېچ کي به خپل پوځي همکاري پراخه کړي. په ترکيه کي تر لېدني وروسته دواړو وزيرانو ويلي دي، چي په دغه کړکېچ کي د کېمياوي وسلو د استعمال گواښ او د مهاجرينو د ستونزو د زياتېدو له کبله به يوه گډه کاري ډله جوړه کړي. د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو وېستروېله بيا ويلي دي چي د سوريې واکمن بشارالاسد بايد په نړيواله محکمه کي محاکمه کړل سي. هغه زياته کړې ده، چي د لا زياتي ويني تويېدني د مخنيوي له پاره پر دې هم غور کېدای سي چي اسد له سوريې څخه دباندي ووزي.