1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بحران: د طالبانو د تبليغاتو لمن ورځ تر بلي پراخيږي

۱۳۸۷ مرداد ۴, جمعه

د نړيوال بحران د ډلي رپوټ د طالبانو دغه تبليغات تر څارني لاندي نيولي او ددوی د تبليغاتي کار پر اړخونو باندي رڼااچوي.

https://p.dw.com/p/Eja9
د وسله والو طالبانو يوه ډله
د وسله والو طالبانو يوه ډلهانځور: picture-alliance/dpa

ددې سازمان مرستيال نيک ګرونو، وايي:« طالبان د تبليغاتو يوه ډيره اغېزمنه دستګاه لري او دوی و افغانانو ته د خپل پيام د استولو لپاره د بيلابيلو تبليغاتي وسايلو له لاري په ډير ښه ډول خپل تبليغات خپروي، په دې لاره کي دوی د DVD او ليکنو د خپرولو څخه ګټه اخلي. او په دې ډول دوی ښکاره کوي چي دوی يو موثر سازمان لري، او ښايي چي تر دې هم اضافه خپل ځان معرفي کړي.»

د افغاني وګرو مشکلات ورځ تربلي ډيريږي. ځکه نو د نوموړي نړيوال سازمان د څيړنو سره سم د طالبانو تبليغات پراخه اغيزه کوي.

ګرون وايي:« د افغانانو شکايتونه برحق ګڼل کيږي، په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو بمبارۍ د افغانانو په کورونو بېله اجازې ورننوتل او تلاشي کول پر افغانانو باندي ډير بد تاثير کوي، چي و دې ته د بهرنيانو د تيري په شان کتل کيږي. په ګوانتنامو کي فعاليتونه هم په افغانستان کي ډيره بده اغيزه کوي، ځکه چي هلته د نورو افغانانو زورول پر دوی باندي تاثير کوي. طالبان زياتره دغو اعمالو ته ګوته نيسي تر څو په دې ډول خپل تبليغات اغېزمن کړي.»

ښاغلی حامد کرزی د ناټو ځواکونو د قوماندانانو سره
ښاغلی حامد کرزی د ناټو ځواکونو د قوماندانانو سرهانځور: picture-alliance/ dpa

په دې رپوټ کي د افغان حکومت او نړيوالو ځاکونو و کړو وړو ته هم نظر اچول کيږي. په پرتليز ډول نظر د طالبانو و کړو وړو ته ددغه سازمان د رپوټ سره سم بايد په افغانستان کي ډير کار وسي. دلته مطلب دانه دی چي د تبليغاتو په ډول جواب ورکړل سي، بلکي په بنسټيز ډول بايد و سياست ته بدلون ورکړل سي.

ګرونو وايي:« څرګنده خبره ده چي دا يوازي يو پيام نه دی، بلکي برحق شکايتونه دي. مثلاً په افغان حکومت کي د رشوت په باره کي او يا په افغانستان کي د پاکستان د ناوړه نقش په هکله. دا ټول بنسټيز مسايل دي خو په اوس وخت کي ددغو اجراتو په اړه په کافي اندازه معلومات نه ورکول کيږي.»

په دې رپوټ کي و دې ته هم ګوته نيول کيږي چي، څنګه طالبان د خپل پيام د استلو لپاره د انټرنيټ څخه ګټه اخلي.

د نړيوال بحران د سازمان مرستيال وايي:« طالبان يوه انټرنيټ پاڼه لري چي په پنځو لکه پښتو، دري، اردو، انګرېزي او عربي ژبو باندي خپريږي.»

د نړيوال بحران د ډلي دغه راپور په ډير اساس وخت کي خپريږي، ياني په هغه وخت کي چي د امريکا د متحده ايالاتو و جمهوري رياست ته د جمهوريت غوښتونکو د ګوندکانديد جان مکين او دډيمو کراټانو د ګوند کانديد بارک اوباما مبارزه روانه ده. او په دې باره کي چي آيا افغانستان ته نور عسکر هم واستول سي او کنه سخت بحثونه روان دي.

د ټولو بحثونو سره سره په دې باره کي مصالحه موجوده ده چي افغانستان تر پوځي حل لاري اضافه و يوې پراخي حل لاري ته اړتيالري.