1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال وجهي صندوق: تر 2015 کال پوري به د نړۍ د لوږي کچه نيمايي ته راټيټه سي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۶, دوشنبه

نړيوال وجهي صندوق IWF- او جهاني بانک په دې نظر دي چي ددوه زرمي هغه هدف به چي فقر او غربت دي تر 2015 کال پوري نيمايي ته راورسيږي، تر سره سي...

https://p.dw.com/p/N6xi
د اقتصادي بحران له کبله د هغو انسانانو پر تعداد، چي په مطلق فقر او غربت کښي ژوند کوي، يو څو مليونه نور هم ورباندي اضافه سول
د اقتصادي بحران له کبله د هغو انسانانو پر تعداد، چي په مطلق فقر او غربت کښي ژوند کوي، يو څو مليونه نور هم ورباندي اضافه سولانځور: picture-alliance/dpa

ددغو دواړو مؤسسو د اټکل پر اساس د کرې 15 فيصده انسانان مجبوره دي، چي د ورځي تر يوه ډالره او 25 سينټه کمو پيسو ژوند وکي.

د بين امللي وجهي صندوق IWF- د رييس معاون موريلو پورتوګال وايي، چي که بين امللي اقتصادي بحران نه وای رامنځته سوی، نو به د پيش بیني سوو 920 مليونو انسانانو څخه هغه ډير کم وای.

«د اقتصادي بحران له کبله د هغو انسانانو پر تعداد، چي په مطلق فقر او غربت کښي ژوند کوي، يو څو مليونه نور هم ورباندي اضافه سول.»

خو د نوي رپوټ پر اساس د اقتصادي بحران تآثيرات هغسي ډير خراب نه ول، لکه څنګه چي يې فکر کيدی. ځکه چي د تيري پيړۍ د 90 کلو راهيسي ډيرو هيوادو په دغه لار کښي مثبت قدمونه پورته کړي دي.

انفلاسيون او پورونه راکښته سوي، اقتصادي ثبات رامنځته او خصوصي اقتصادي مارکيټونو ته لار خلاصه سوې ده. په اجتماعي او ټولنيزه برخه کښي هم ډيره سرمايه ګذاري سوې ده.

پر اقتصادي بحران باندي په دې خاطرهم ښه غلبه حاصله سوه، چي هغه د دننه څخه نه بلکي د دباندي څخه راغلی ؤ. خصوصاً آسيا وکولای سول چي د 1999 کال 55 فيصده د فقر درجه په 2005 کال کښي 17 فيصده ته راکښته کي.

نوی رپوټ د 2015 کال دپاره هغه 9,5 فيصده اټکلوي. چي دا خصوصاً د هندوستان او چين د اقتصادي پرمختګ له برکته دي.

خو د جهاني بانک د اقتصاد لوي منيجر جستين يېفو لين د خوشبينۍ دپاره هيڅ دليل نه وي. دی وايي افريقا به بيا هم د يوې ډيري فقيري سيمي په حيث پاته سي.

دا خبره لا همدا اوس خصوصاً د ولادت پر وخت د کوچنيانو اومندو د وژل کيدو ،پاکو او ځان پريولو اوبو ته لاس رسی ته د مبارزې څخه ښکاري.

د جهاني بانک يو بل اقتصادي منيجر او ددغه رپوټ جوړونکي ډيلفِن ګو Go وايي، چي د اقتصادي بحران ځيني خراب عواقب لا همدا اوس نور نه راګرځي.

«اټکل کيږي چي د 2009 او 2015 کلو تر منځ به 2,1 مليونه کوچنيان نور هم مړه سي. که په پرمختيايي هيوادو کښي اقتصادي غوړونه بيرته ودريږي، او دغه هيوادونه د اقتصادي او سياسي لحاظه پر شا ولاړ سي، نو د ډيرو انسانانو دپاره به هغه خراب عواقب ولري.»

ګو وايي، چي تر اوسه پوري بين امللي ټولني ښه او ژرعکس العمل ښوولی دی. خو د جهاني بانک او بين امللي وجهي صندوق IWF- کارپوهان په دې عقيده دي ، چي دا ډيره ضروري ده ، چي صنعتي هيوادونه د پرمختيايي هيوادو سره نوره مرسته هم وکي، او آزاد تجارت ته زمينه برابره کي.

جهاني بانک او بين امللي وجهي صندوق IWF- هم بايد خپل کوښښونه دوه چنده کي، تر څو د پرمختيايي هيوادو او د پرمختيا په درشل کښي هيوادو سره کومک وکي، ځکه چي هغه يوازي د غريبو هيوادو سره نه ، بلکي د مړو هيوادو سره هم کومک دی.

Bergmann, Christina/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل