1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال وجهي صندوق د افغانستان سره خپلي مرستي بيا پيل کړې

۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبه

د پيسو نړيوال وجهي صندوق «IMF» د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د ۱۳۳،۶ ميليونه ډالري د پور پروګرام تصويب کړ. دا د کابل بانک تر مالي جنجال وروسته افغانستان ته د نړيوال وجهي صندوق لومړۍ قرضه ده.

https://p.dw.com/p/13BFG
د پیسو نړیوال صندوق افغانستان سره خپلې مرستې یو ځل بیا پیل کړي
د پیسو نړیوال صندوق افغانستان سره خپلې مرستې یو ځل بیا پیل کړيانځور: picture alliance/dpa

د نوي تړون له مخي به اوس افغانستان ته د هغو ۱۰۰ميليونو ډالرو په ګدون چي د روان کال په سر کي د پيسو د نړيوال وجهي صندوق لخوا بندي سوي وې ۲۰۰ميليونه ډالر ورکړل شي.

د پيسو نړيوال وجهي صندوق ويلي چي په عاجل ډول به افغان دولت ته ۱۸،۹ ميليونه ډالر ورکړي. د افغانستان د ماليې وزير، حضرت عمر زاخيلوال، د يوې بيانيې په ترڅ کي ويلي چي اوس د افغانستان نړيوال مرسته کوونکي کولای سي، چي په افغانستان کي خپلي پروژې بيا پيل کړي.

د پيسو نړيوال وجهي صندوق د ۲۰۱۰کال په سپتمبر مياشت کي افغانستان ته خپلي قرضې په کابل بانک کي د مالي جنجالونو له کبله ودرولې. اوس مهال افغان حکومت، د پيسو نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک د کابل بانک د معاملو څخه ليدنه کوي. د افغان چارواکو په خبره کابل بانک به د ۲۰۱۲کال په جريان کي وپلورل شي.

د پيسو نړيوال وجهي صندوق وايي چي افغانستان ته د خپل نوي پروګرام په ترڅ کي به له دغه هيواد سره تر ۲۰۱۴کال پوري مرستي وکړي. په دغه کال کي به افغانستان څخه ټول بهرني پوځيان ووزي او د دغه هيواد امنيتي چاري به افغانانو ته وسپاري.

د راتلونکو درو کلونو په ترڅ کي به نه يوازي د افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووزي، بلکي همدا راز به دغه هيواد ته نړيوالي مرستي هم را کمي شي.

په همدې حال کي د انګلستان د بهرنيو چارو وزير، اندريو ميچال، ويلي دي، چي د پيسو د نړيوال وجهي صندوق پريکړه په افغانستان کي د امنيت د انتقال بهير په پروسه کي يو پرمختګ بلل کيږي. ميچال زياته کړي چي دا په افغانستان کي د اداري فساد په وړاندي د مبارزې پای نه دئ.

د پيسو نړيوال وجهي صندوق له افغان حکومت څخه غواړي چي د کابل بانک سرمايي بيرته راټولي کړي او په هيواد کي د دغه بانک په شان د مالي جنجالونو د رامنځ ته کيدو څخه مخ نيوی وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل