1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیواله ټولنه: افغانستان یوازې نه پریږدو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱۳, پنجشنبه

د لندن په کنفرانس کې ژمنه وشوه چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته به دغه هیواد هیر نه شي. افغان مشرانو هم د خپلو ریفورمونو په اړه خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/1DzV5
Kerry und Abdullah bei Afghanistan-Konferenz in London 04.12.2014
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

د افغانستان په هکله د لندن په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې د ملي یووالي له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دې کنفرانس کې د افغانستان د مدني ټولنې پر پیاوړي کیدو، د اداري فساد پر کمیدو او د سیاسي اصلاحاتو پر راتلو باندې ټینګار وشو.

په داسې حال کې چې د روان کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسیږي، امریکا متحده ایالاتو، پاکستان، او نورو هیوادونو ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه به خپل ملاتړ جاري وساتي.

د کنفرانس په پیل کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، وویل: «موږ ډاډه یو چې هغه سیاستونه چې نن د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله له خوا وړاندې شول به یو لا با ثباته او هوسا افغانستان رامنځ ته کړي.» هغه زیاته کړه: «دا د لیږد يوه ډیره ځانګړې شیبه ده او امکانات ډیر پراخ دي.»

کیري ټینګار وکړ چې هیواد به یې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام وکړي: «موږ به د افغانستان د ودې په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړو.»

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمرون، چې له ولسمشر غني سره یې یوځای د لندن کنفرانس کوربه توب پر غاړه لاره افغانانو ته خطاب وویل:«موږ د لاري په هر قدم کې له تاسو سره یو.»

غني: تاریخ به بیا تکرار نه شي

Aschraf Ghani bei Afghanistan-Konferenz in London 04.12.2014
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

غني د لندن په کنفرانس کي له شپیتو څخه د ډیرو هیوادونو استازو ته وویل چې تاریخ به بیا تکرار نه شي او افغانستان به یو ځل بیا د ګډوډیو پر لور روان نه شي: «پریږدئ چې زموږ ملګري خوشحاله او زموږ بدخواهان پوه شي چې تاریخ به بیا تکرار نه شي او دا چي موږ له تیر وخته وتلي یو او راتلونکې پلو له پوره یووالي او اعتماد سره روان یو.»

غني زیاته کړه: «موږ له خپلو ټولو متحدینو او ګاوڼډیو څخه غواړو چې له موږ سره یوځای ودریږي ځکه هیڅ هیواد یو پوځي سنګر نه دی.»

غني وویل چې افغانستان هیله لري چې نور د جګړې په موخه مستقیمې مرستې ترلاسه نه کړي ځکه د هغه په خبره افغانستان «جګړه نه بلکه سوله غواړي».

د لندن په کنفرانس کې بیلابیلو هیوادونو له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي او په بدل کې افغانستان هم پر خپلو ریفورمونو باندې ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکي ولسمشر غني د ناټو په غونډه کې ګډون کړی وو چي په کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي مارموریت پای او د نوي روزنیز ماموریت پیل اعلان شو.