1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیواله ټولنه د برما بدلونونو ته ځواب ورکوي

۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د برما د پارلمان د پاته څوکیو له پاره د اونۍ په پیل کې د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې سان سو چي، د ګوند له ستر بریالیتوب سره اوس نړیواله ټولنه چمتو شوې ده چې د برما پر ضد په بندیزونو کی اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/14Y2z
انځور: picture-alliance/dpa

نه یواځې د برما یا میانمار په پلازمینه رنګون کې بلکې د نړې په ډیرو پلازمینو کې د هوسایي احساس راڅرګند شو.

ټول هغه وړاند وینې غلطې په اثبات ورسیدلې چې ویل ئې چې د برما واکمن ګوند چې د پوځ له ملاتړ څخه برخه من دئ د پارلمان د پاته څوکیو له پاره په ټاکنو باندې خپل انحصار ټینګوي.

د تیرې یکشنبې په ټاکنو کې د ۴۵ څوکیو له جملې څخه ۴۳ ئې د نوبل د سولې د جایزی ګټونکې اونګ سان سو چی، ګوند وگټلې. دا هغه څه ول چې هیچا ئې انتظار نه درلود.

د المان د حکومت له خوا په برما کې د بشري حقونو د چارو مسئول مارکوس لوینیګ، چی د د ټاکنو بهیر ئې له نزدې څارلی دئ وایي:

«یواځې د ټاکنو پایلې ثابتوي چې د حکومت مخالف ګوند له ۴۵ څوکیو څخه ۴۳ څوکۍ راخپلې کړي دي. دا د هغې ادعا خلاف ده چې ګواکې په ټاکنو باندې قصداً انحصار لګول شوی دئ.»

په برما کې بدلون له ورایه ښکاري. د برما د ولس ډیرې هیلې پر سان سو چي پوری تړلې دي. هغه اوس په پارلمان کې شخصاً حضور لري. ځینې کورنۍ رسنې ان وړاند وینې کوي چې هغه ښایي ډیر ژر په حکومت کې کومه څوکۍ اشغال کړي خو هغې سمدلاسه دا وړاندوینې رد کړي دي.

نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د برما پر خلاف د کلونو را په دې خوا په لګول شوو بندیزونو کې اسانتیا رامنځ ته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن پرون وویل چې ښایي ډیر ژر د برما حکومت لوړ پوړو چارواکو ته اجازه ورکړل شي چیې امریکا او نورو هیوادونو ته سفر وکړي. په عین وخت کې په پام کې ده چې په برما کې د پانګه اچونې پر ضد لګول شوي بندیزونه هم لیري کړای شي.
د کلنټن د وینا له مخې برما ته متحده ایالاتو د سفیر له استولو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ دیبلوماتې اړیکې ټینګې شی:

«امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د برما له حکومت او خلکو سره د تر لاس لاندې نیول شوو اصلاحاتو د پلې کولو په برخه کې مرسته وکړي. دا اصلاحات په برما کی د پرمختګ له پاره لاره اواروي. موږ د خپل هیواد له کانګرس او دغه راز په اروپا او اسیا کې له خپلو متحدینو سره یو ځای د برما د وروستیو میاشتو مثبتو بدلونو ته ځواب وایو. موږ چمتو یو چې مخ په وړاندې ګام واخلو.»

دغه راز په برما کې د بشري حقونو د څارنې له پاره د المان د حکومت ځانګړي استازي مارکوس، له برما سره د یوې نوې راشه درشه له پاره غږ وکړ. هغه وویل: «البته ښکاره ده چې دا هیواد لا تر اوسه د بشري حقونو په جنت بدل شوی نه دي، خو په لور ئې کوچنې ګامونه پیل شوي دي. موږ اروپایان باید له دی بدلون څخه هرکلی وکړو.»

مارکوس غوښتنه وکړه چې د ارپا اتحادیه هم باید د برما پر ضد بندیوزنه لیرې کړي خو د هغه په خبره برما ته باید د وسلو استول بند پاته شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش