1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوالو د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه موافقه ستایلې

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۲۴, یکشنبه

نړیوالو مشرانو د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر د امریکا او روسیې یوه جوړ جاړي ته رسیدل ستایلي دي. بارک اوباما خبرداری ورکړی دی چې د دیپلوماسۍ د ناکامۍ په صورت کې امریکا «یوه ګام پورته کولو ته چمتو» ده.

https://p.dw.com/p/19hkM
انځور: Reuters

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر څوارلسمه) د امریکا متحده ایالاتو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر یوه جوړ جاړي ته د رسیدو اعلان وکړ. د کیري او لاوروف له لوري دغه اعلان په ژنیو کې د خبرو اترو په دریمه ورځ وشو. د دغو خبرو اترو موخه د اګست په میاشت کې د سوریې د ملکي وګړو پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د استعمال وروسته د دغه کړکیچ یوه دیپلوماتیک حل موندل وو.

د نوموړې موافقې له مخې د اسد رژیم باید د یوې اوونۍ په ترڅ کې د کیمیاوي وسلو زیرمې ملګرو ملتونو ته څرګندې کړي. د کیمیاوي وسلو کارپوهان به تر نومبر میاشتې دغه ځایونه وپلټي او د ۲۰۱۴م کال تر نیمایي پورې به کیمیاوي وسلې له منځه یوړل شي.

د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي وو: «موږ موافقه وکړه چې د سوریې ټولې کیمیاوي وسلې ویجاړې کړای شي، په دې موافقې کی البته دا احتمال هم په پام کې دی چې دا وسلې له سوریې څخه بهرته ولیږدول شي او بیا له منځه یوړل شي.»

نړیوال غبرګونونه

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما په شمول نړیوالو مشرانو د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه یوه جاړجاړي ته د رسیدلو موافقه ستایلې ده. اوباما ویلي دي چې دغه جوړجاړی باید د یوه پوځي ګواښ له لورې حمایه شي.

د سپینې ماڼۍ له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې اوباما ویلي دي چې واشنګټن اوس هم چمتو دی چې د اسد د رژیم د کیمیاوي وسلو د خوندي ساتلو په هکله د ديپلوماسۍ د ناکامۍ په صورت کې یو عمل وکړي.

په دغه بیانیه کې اوباما وړاندې ویلي دي: «د امریکا متحده ایالات اوس هم له روسیې، بریتانیې، فرانسې، ملګرو ملتونو او له نورو هیوادونو سره په ګډه کار کوي، تر څو دا خبره یقیني کړي چې دغه پروسه د تایید وړ ده. د اسد د رژیم له لوري د هغه چار چوکاټ سره سم عمل نه کول، چې نن پرې موافقه شوې باید پایلې هم ولري. که چیرې دیپلوماسي ناکامه شي، نو متحده ایالات یوه ګام پورته کولو ته چمتو ده.»

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ، د دغه تړون هرکلی کړی دی، خو ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه اوس باید په بیړه کار وکړي چې دغه جوړجاړی عملي کړای شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فابیوس، دغه جوړ جاړی «مخ پر وړاندې یو مهم ګام بللی دی.» فرانسې د سوریې د رژیم پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د احتمالي استعمال له کبله د یوه جزایي پوځي برید پلوي کوله. د امریکا متحده ایالات ادعا کوي چې د اګست د میاشتې پر ۲۱مه نیټه پلازمینې دمشق ته څیرمه په دغه تر سره شوي برید کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله ویلي دي چې د ژنیو تړون د اوسني کړکیچ د سیاسي لارې د حلولو امکانات لا پسې ډیروي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي دي چې دغه سازمان به د اسد رژیم د بې وسلې کولو په هڅو کې مرسته وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې وروستي دیپلوماتیک فشارونه ښایي په سوریه کې د سولې یوې معاملې ته چې په دغه هیواد کې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي، لاره هواره کړي.