1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د بهرني سیاست په هکله له سره غور

دویچه ویله/ بریښنا صابر۱۳۹۳ اسفند ۷, پنجشنبه

د «اسلامي دولت» ډله، د ایبولا ساري ناروغي او د اوکراین کړکیچ، دا ټول کړکیچونه د حاوي کیدو په حال کې دي او هیڅ پای یې نه ترسترگو کیږي. په داسې حال کې د آلمان بهرنی سیاست د دې نویو ننگونو ته د ځواب لټولو هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/1EiCq
انځور: picture-alliance/dpa/G. Charisius

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر په برلین کې د «بهرني سیاست له پاره د آلمانۍ ټولنې» د ۶۰ کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې وویل چې د آلمان بهرنی سیاست باید له سره عیار کړل شي، شته وسایل په په ښه توگه وکارول شي او پر بحرانونو د لاس بري په موخه نوي میکانیزمونه رامنځته کړل شي. هغه زیاته کړې ده: «نړۍ بدله شوې ده نو ځکه زموږ د بهرنیو چارو وزارت هم باید تغیر وکړي .»

شتاین مایر په نړۍ کې بدلونو ته په کتو سره د بهرنیو چارو په وزارت کې د تغیراتو د راوستو تصمیم نیولې. په دې ترڅ کې به د وزارت ځيني څانگې له نورو سره یوځای او ځینې نوې څانگې به رامنځته کړل شي.

د آلمان د بهرني سیاست په اړه فکر

د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو د پروژې د په لاره اچولو خبره شتاین مایر د بهرنیو چارو د پخواني وزیر گیدو ویسترویله څخه د څوکۍ د ترلاسه کولو پر وخت کړې وه. د آلمان د مسیحي اتحاد او لیبرال گوند د ائتلافي حکومت پر وخت د آلمان بهرنی سیاست زیات وخت د آلمان د صدارت په دفتر کې تنظمیده او ویسترویله پر دې ونه توانیده چې خپله یوه قانع کونکي پیژندل شوې لاره جوړه کړي.

د «۲۰۱۴ کال ته بیا کتنه ـ پر بهرني سیاست زیات غور» تر سرلیک لاندې په تیر کال کې د بهرني سیاست د ارزولو د بهیر په هکله په آلمان کې یوه پروسه پیل شوه چې اوس د یوه نهایي رپوټ په چمتو کولو سره بشپړه شوه. د دې پروسې په ترڅ کې په بهر او داخل کې د کارپوهانو او بهرنیو چارو د وزارت د همکارانو سره بحثونه او ناستې ترسره شوې.

سربیره پر دې شتاین مایر هڅه وکړه چې د آلمان له خلکو سره هم په دې هلکه د نظر تبادله وکړي. په دې موخه د آلمان په ټولو سترو ښارونو کې ۶۰ لوېې غونډې ترسره شوې. خو د شتاین مایر په آند دا بحثونه او د نظر تبادله یوازې د یوې نظریې په توگه پاتې نه شول بلکې په نړۍ کې د موجودو بحرانونو او کړکیچونو له امله دې بحث یوه عملي جنبه خپله کړه. شتاین مایر په دې ترڅ کې وویل: «موږ شاید کابو ۲۵ کاله په دې امید تیر کړل چې زموږ د برخې په نړۍ کې امن او ثبات تضمین دی. دا شاید یو خیال وو. د اوکراین د کړکیچ سره د سولې او جنگ پوښتنه زموږ لویې وچې ته راستنه شوې ده.»

«نړۍ خپل یووالې له لاسه ورکړی»

شتاین مایر په ډير تأسف سره زیاته کړه: «نړۍ چې اوس څه ډول ده نو سړی دا اټکل نه شي کولای چې ژر دې بیرته سوله او نظم تأمین شي. بلکې برعکس نړۍ د یووالي د لاسه ورکولو په حال کې ده او په داسې حال کې د آلمان بهرنی سیاست باید دغه نویو ننگونو ته چمتو اوسي ځکه چې د آلمان فدرالي جمهوریت د نړۍ د بل هر ملک څخه زیات د ټولې نړۍ سره وصل او نښتی دی.»

د شتاین مایر په وینا د یوه ستر صادرونکي هیواد په توگه آلمان په دې تکیه کوي چې د دولتونو ترمنځ مقررات په پام کې ونیول شي. له بله پلوه د بشري حقونو د یوه لوي طرفدار په توگه دا د آلمان د بهرني سیاست یوه مرکزي غوښتنه او آرزو ده چې په نړۍ کې نظم ټینگ وي او آلمان په دې برخه کې خپله رول لا زیات پسې قوي کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت له پاره په نظر کې نیول شوي تغیرات به په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې په لاره واچول شي. شتاین مایر په دې اړه ډاډمند ښکاري. خو د آلمان د نوي بهرني سیاست په اړه باید په هیڅ صورت کې داسې سوء تفاهم رامنځته نه شي چې گني یوه ځانته لاره یې نیولې ده.

د شتاین مایر په خبره د آلمان بهرنی سیاست د اروپا له شریک سیاست سره رانغښتې دی او هدف یې د اروپا پياوړي کول دي. د نوموړي په آند د اوکراین د کړکیچ د حل د موندلو د آلمان او فرانسې شریکې هڅې د همدې اروپايي سیاست یوه برخه ده او په هیڅ صورت کې ورته د برلین او پاریس د خپل سرۍ په توگه باید نه کتل شي. شتاین مایر روښانه کړه چې غواړي د آلمان بهرنی سیاست اروپا سره جوخته ونښلوي او په لا ښه توگه یې ورسره مدغم کړي.