1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک له برما سره ۲۴۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه
https://p.dw.com/p/16blr

نړیوال بانک په پام کې لري چې برما ته ۲۴۵میلیونه ډالره پور ورکړي. په دې شان به دغه سویل آسیایي هیواد په تیرو پنځویشتو کلونو کې د لومړي ځل له پاره د نوموړي بانک مالي مرسته تر لاسه کړي. نړیوال بانک په دې شان سره په برما کې د پنځو لسیزو وروسته د ظالمانه نظامي واکمنۍ وروسته د اصلاحاتو رامنځ ته کولو ته خپل غبرگون ښوولی دی.

په عین وخت کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د برما له گاونډیو هیوادونو څخه غوښتي دي هغه مسلمانان چې په برما کې تر تعقیب لاندې دي په خپلو هیوادونو کې ومني. د کډوالو د نړیوال سازمان موخه د روهینگیا د مسلمانانو څخه ده، چې په اوسني وخت کې د ویرې او تاوتریخوالي له امله له خپل هیواد څخه په ځانگړي توگه بنگله دیش او مالیزیا ته کډه کیږي.