1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال جام ته چمتو یو

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د افغان لوبډلې کپتان وایي چې هغه نیمګړتیاوې به بیا تکرار نه کړي چې په تیر نړیوال جام کې یې لرلې.

https://p.dw.com/p/15QSt
انځور: AP

د منګل په خبره په وخت «ویست انډیز» ته نه رسیدل، له نړیوالو لوبډلو سره نه بلدتیا، په ژوندۍ بڼه تلویزیون کې خپریدونکو لوبو کې د لومړي ځل له پاره لوبیدل ټولې هغه ستونزې وې چې دوۍ په نړیوال جام کې ورسره مخامخ شول.

که څه هم اوس نوروز منګل د لاس د ګوتو عملیات کړی دﺉ او استراحت کوي خو وایي چې هیله مند دﺉ چې ډیر ژر به له ملي لوبډلې سره یوځای شي. نوموړی زیاتوي چې د افغانستان کرکیټ ملي لوبډله اوس د پخوا په پرتله ډیره تجربه لري او د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره لوبه کولو ته چمتو ده.

افغانستان د کرکیټ نړیوالو شل اوریزو لوبو ته لار موندلې ده. دا دویم ځل دي چې افغانستان په دغه سیالي کې برخه اخلي.  پخوا افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې په دې سیالي کې برخه اخیستې وه او خپلې دواړه لوبې ئې بایللې وې. د روان کال په سپتمبر کې د شل اوریزې نړیوالې سیالۍ په لوبو کې هم افغانستان خپله لومړي لوبه له هندوستان او دویمه لوبه له انگلستان سره کوي. منگل وایي چې دا ځل به افغانستان یو اسانه حریف نه وي:

«که څه هم هندوستان او انګلستان په کرکیټ کې د لسیزو راهیسي تجربه لري خو د افغانستان ملي لوبډله هم له چا کمه نه ده او دا ځل لوبه کول به له تیرو لوبو سره توپیر ولري. موږ به هڅه وکړو چې ښه لوبه وکړو ځکه اوس پیاوړی روزونکی لرو.»

نوموړی وایي کله چې د لومړي ځل له پاره د افغانستان ملي لوبډلې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لاره ومونده داسې فکر کیده چې افغانستان پخپل استعداد نه بلکې د یوه چانس له مخې نړیوال جام رسیدلی دئ، خو دا یو چانس نه بلکې د افغان لوبغاړو استعداد وو: «د لومړي ځل له پاره په نړیوال جام کې د افغانستان لوبیدل د ټولو له پاره یوه نوې خبره وه خو دا ځل انشاالله لوبغاړي له پوره چمتوالي او بلدتیا سره په نړیوال جام کې لوبیږي.»

منګل وایي چې د افغانستان کرکیټ ملي لوبډله هڅه کوي چې له خپلو بریاوو سره د جنګ ځپلي افغانستان پر ټپونو پټۍ ولګوي او خپلو خلکو ته د خوښیو او بریاوو نوي زیري ور په برخه کړي.

د افغانستان کرکیټ په اړه نړیوال کرکیټ څیړونکي هم مثبت نظرونه لري او د دغه هیواد د کرکټ راتلونکې روښانه بولي. د افغانستان کرکیټ بورډ اجرایوي مشر ډاکتر حامد شینواری، وایي چې د ۲۰۱۲ کال تر نړیوالو شل اوریزو سیالیو وړاندې به لوبډلې ته په کابل او ننګرهار کې روزنیز کمپونه برابر شي چي لوبډله له پوره چمتوالي سره په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

شینواری زیاتوي چې د افغانستان کرکیټ بورد هڅه کوي چې له نړیوال سیالیو مخکې ملي لوبډلې ته له نړیوالو لوبډلو سره د لوبو کولو موکه برابره کړي. د هغه په خبره تر نړیوال جام وړاندې به ملي لوبډله سریلانکا ته واستول شي چې له چاپیریال او هوا سره ځان بلد کړي.


د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو شل اوریزو سیالیو سیالي د سپتمبر میاشتې په اتلسمه نیټه، په سریلانکا کې پیلیږې او د اکتوبر میاشتې تر اوومې نیټې پورې دوام کوي. په دغو سیالیو کې دولس لوبډلې برخه اخلي چې لس لوبډلې ئې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب لري، افغانستان او ایرلینډ د ټاکنیز پړاو له لارې چې د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې په دوبۍ کې ترسره شو نړیوال جام ته لاره موندلې ده.

نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش