1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال مشران د هسته وي وسلو د خطر پر کمولو خبرې کوی

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبه

هسته وي تروريزم د نړۍ امنيت ته يو له سترو گواښونو څخه دی. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وایي چې یو (چټل بم) کولای شي په سوونو او زرونو کسان ووژني. په هاگ کې یوه غونډه د همدغو گواښونو د څېړنې په موخه جوړیږي.

https://p.dw.com/p/1BUsZ
Anti-Atomkraft
انځور: Fotolia/lassedesignen

تیر کال په اپریل میاشت کې په بوستون کې د ځغاستې پر مهال یو بمي برید وشو چې په پایله کې یې درې کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ تنه ډیر نور کسان ټپیان شول. دغه برید هم د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر میاشتې د برید په څیر په امریکایانو کې ویره رامنځ ته کړه.

د فرانکفورت د سولې د څیړنو له انستیتوت څخه گیورگیو فرانسشیني، وایي چې که په دغو بریدونو کې له یوه «چټل بم» څخه کار اخیستل شوی وای، نو پایلې به یې ډیري خرابې وای. په دې صورت کې به د برید له ځایه د یوې مودې له پاره کار نه وای اخیستل شوای. ځکه که څه هم «چټل بمونه» هستوي نه وي، خو داسې مواد پکښي ځای پر ځای کیږي چې چاپیریال چټولوي او په دې ترتیب سره د یوې مودې له پاره یو شمیر کسان تر برید وروسته هم وژني.

ایا هسته وي ترهگري یو ریښتنی گواښ دی؟

د داسې حالت مخنیوي چې پکښې «چټل بمونه» کارول شوي وي، د ۵۳ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د مشرانو د غونډي اصلي موضوع ده. دغه غونډه به د نړیوال اتومي انرژي سازمان، ملگرو ملتونو، انترپول او اروپايي ټولنې په گډون سره په هاگ کې جوړه شي. دا د اتومي وسلې د امنیت دریمه غونډه ده چې پلان یې په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر اوباما له خوا جوړ شوی وو. د دغو غونډو اصلي هدف د اتومي وسلو د گواښ له منځه وړل دي. دغه ډول لومړۍ غونډه په واشنگټن کې جوړه شوه او دوهمه یې بیا دوه کاله وورسته د جنوبي کوریا په پلازمینه سویل کی جوړه شوه.

د اتومي وسلو د خطر د له منځه وړلو له پاره نړیوالو مرستو پایلې لرلې دي. تر اوسه پورې کوم ترهگر برید د راډیو اکتیف موادو په واسطه نه ده ترسره شوی خو اوس هم اتومي ترهگری یوه داسې مفکوره نه ده چې هیڅ نه شي رامنځ ته کیدای.

گیورگیو فرانسشیني وايي: «د القاعدې ډله او چاپانۍ اوم شینریکیو اتومي وسلو ته ډیر نزدې شوې ول. هغه د اتومي وسلو د ماشو به لټه کې ول، خو په پای کې بیا د هغوی پروژه ناکامه شوه. داسې باور کیږي چې د چیچنيا ترهگرو هم په مسکو کې د یوې رادیو اکتیف وسلې د کارولو هڅه کړې ده.»

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباماانځور: picture-alliance/dpa

د اتومي موادو امنیت ټینگ کړئ

د اتومي وسلو د امنیت په غونډه کې به تر ټولو تاوده بحثونه پر دې باندې وشي چې څرنگه د هغو اتومي موادو امنیت ټینگ کړای شي چې ورڅخه وسلې جوړیدای شي. د رسمې شمیرو له مخي همدا اوس په نړۍ کې ۱۳۹۰ ټنه داسې اتومې مواد شته چې کیدای شي ورڅخه وسلې جوړې شي.

د نړیوال امنیت له پاره د همکارۍ له سازمان څخه مایکل کن، وایي چې د اوس ډیر شمیر رادیو اکتیف اتومي مواد په نړۍ کې موجود دي چې باید د ترهگرو لاسونو ته د لویدو مخه یې ونیوله شي.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې هغه وخت په دې اړه اندیښنې ډیرې شوې چې په مکسیکو کې یو داسې موټر د وسله والو کسانو له خوا برمته شو چې پکښې روغتیایي تجهیزات بار ول. په دغو تجهیزاتو کې داسې مواد هم ځای پر ځای شوي ول چې کیدای شوای ورڅخه «چټل بم» جوړ شوی وای.

زیرمي باید لږ شي

گیورگیو فرانسشیني گواښ کوي چې ترهگر کولای شي چې دومره غني شوي هسته وي مواد له تور بازار څخه رانیسي چې ورڅخه اتومي وسلې جوړیدای شي. دغه کارپوه وايي چې د پاکستان په څیر نا آرامو اتومي قدرت لرونکو هیوادونو کې ترهگري کولای شي چې په نسبي ډول په اسانۍ سره هسته وي موادو ته لاسرسی پیدا کړي.

لویدیځ پوځي اډې هم خپلې ستونزې لري. د امریکايي رسنیو په حواله په وروستیو وختونو کې درې فعالان چې پکښې یو ۸۲ کلن وگړی هم شامل ول، په دې توانیدلي دي چې داسې یوې اډې ته ننوځي چې پکښې اتومې مواد زیرمه شوي ول. مایکل کن وایي چې په دې برخه کې تر ټولو موثر کار دا دی چې د هسته وي موادو زیرمې راکمي شي.