1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال وجهي صندوق ته نوري پیسې اضافه کیږي

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15Hmh

د یورو له بحران سره د مبارزې له پاره به نړیوال وجهي صندوق تر هغه هم زیاتي پیسې تر لاسه کړي، لکه څرنگه چي ئې تمه کېده. له هغه وروسته چي نورو هیوادونو هم د پیسو د ورکولو سره خپله موافقه وښودله، په دغه صندوق کي به په مجموعي ډول ۴۵۶ میلیارده امریکایي ډالره وراضافه سي. دغه خبره د دغه صندوق مشري کریستینا لاګارد د جي شل هیوادونو په سرمشریزه کی وکړه. یوازي جرمني د خپل بانک له لاري ۴۱ اشاریه ۵ میلیارده یورو دغه صندوق ته ورکوي. خو متحده ایالات بیا دغه صندوق د نورو پیسو د ورکولو سره تر اوسه پوري خپل مخالفت ښودلی دئ.