نړی د افغانستان لپاره د خاص استازي په لټه کې
۱۳۸۶ آذر ۱۶, جمعهاعلان
واشنگتن او لندن غواړي چې په راتلونکې مياشت کې دغه استازی وټاکی، کله چې د ملگرو ملتونو اوسنۍ استازی توم کونيگ وظيفه پای ته رسېږی. خو ديپلوماتان وايي، چې دغه مسوول به کوم صلاحيتونه ولری، لا نامعلومه ده او هم بيلابيل نظرونه وجود لري.
دغه خاص استازی به ملگرو ملتونو، ناتو او اروپايي ټولنې مرستې او کارونه په افغانستان کې يو د بل سره تنظيم کوی، تر څو دغه هېواد بيرته په خپلو پښو ودرېږی.