1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نړۍ دي په پاکستان کې مېشت افغان کډوال نه هیروي»

۱۳۹۴ تیر ۳, چهارشنبه

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې مشر له نړیوالو غوښتي دي چې په پاکستان کې میشت هغه افغان کډوال له یاده ونه باسي چې له لسیزو راهیسې په خپل هیواد کې د جگړو له کبله په پاکستان کې اوسيږي.

https://p.dw.com/p/1Fmaz
انځور: Reuters/F. Aziz

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان د کډوالو د منلو په برخه کې په نړۍ کي دوهم هیواد دی او زیاتوي چې ۱،۵ میلیونه افغان کډوال له کلونو راهیسې په سختیو شرایطو کې د پاکستان په شمال لویدیځ پرتو کمپونو کې ژوند کوي.

انتونیو گورترس د کډوالو پنډغالو ته د سفر پر مهال ویلي دي، په افغانستان کې چې د طالبانو پر ضد امنیتي برياوي ږغني شوي دي، د بیرته راستنیدونکو کډوالو له پاره د یوه مناسب چاپیریال په برابرولو کې مرستو ته اړتیا لري.

هغه ویلي دي: «د نړیوالي ټولني توجه په ډراماتیکه توگه په منځني ختیځ کې د سوریې، عراق او یمن کړکیچونو ته اوښتې ده.» گوترس دې خبري ته اشارې کړې ده چې افغانان اوس هم په نړۍ کې تر سوریې وروسته د کډوالو دوهم ستر بهير دی.

هغه زياته کړې ده: «له نړیوالي ټولني څخه زما غوښتنه دا ده چې په دې پوه شي چې دا یوازې د افغانستان د گاونډيانو پاکستان او ایران مسئولیت نه دی، بلکې دا یو ډله ییز مسئولیت دی.»

تیره اوونۍ ملگرو ملتونو په یوه رپوټ کې کښلي ول چې په نړۍ کې د هغو کسانو شمیر چې له جگړې، تاوتریخوالي او تعقیب څخه په تېښته دي، ۶۰ میلیونو ته رسیږي، چې نیمايي برخه یې ماشومان دي. په رپوټ کې اشاره شوې وه چې وضعیت له کنتروله د وتلو په حال کې دی.

په عین وخت کې له اسلام آباد څخه د دویچه ویله خبریال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د ادارې مشر انتونیو گوترس، د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او همداشان د نواز شریف د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره جلا جلا ملاقاتونه کړي.

د یوې حکومتي اعلامیې له مخې نواز شریف له گوترس سره په ملاقات کې د افغان کډوالو د بیرته خپل وطن ته ستنولو پر موضوعاتو خبري کړي دي. د اعلامیې له مخې نواز شریف ویلي دي چې دوی د افغان کډوالو پالنه سپیڅلې فریضه گڼي او په باعزته توگه خپل هیواد د کډوالو استول د پاکستان د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

يوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط دويچه ويله ته ویلي دي چې له پاکستاني مشرتابه سره د گوترس د لیدني کتنې ستره موخه د افغان کډوالو د بیرته سنېدو پر موضوع باندي راڅرخېده. دغه نېټه د روان میلادي کال د دسمبر میاشتي پر ۳۱ پای ته رسیږي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې څه د پاسه یو نیم میلیون افغان کډوال په پاکستان کې راجستر دي، خو پاکستاني چارواکي بیا وایي چې د راجستر شوو او غیر راجسترو شوو کډوالو شمیر ۲۷ لکو ته رسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب