1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړۍ نږدې د دايمي کډوالۍ سره مخامخ ده

۱۳۸۹ مهر ۱۳, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو اوس هغي موضوع ته پام ور اړولی چي پر کډوالو باندي اوږدو جګړو داسي اغيزه کړې چي په لسيزو خپل وطن ته بيرته نسي ستنېدلای.

https://p.dw.com/p/PVxg
انځور: AP

د ملګرو ملتونو د کډوالو کميسار انتونيو ګوتيريس د دوشنبې په ورځ په ژنيو کي د ملګرو ملتونو د کډوالو سره د مرستي د اجرايېه کمېټې په کلنۍ غونډه کي وويل،« د په اصطلاح نه ختميدونکو لانجو له امله، په نړيواله کچه زيات شمېر کډوالي پرګنۍ رامنځته سويدي.»

ګوتېرېس ووېل، د کډوالو د بيرته ستنيدو دپاره، 2009 کال د تيرو شلو کلونو په ترڅ کي، تر ټولو بد کال وو.

په ټوله نړۍ کي يوازي 250 زره تنو وکړای سول خپلو ټاټوبو ته بيرته وګرځي. دا په تيرو لسو کلونو کي په مجموعې ډول دريمه برخه ده.

ګوتيريس وويل، ددغي ستونزي سره په تيره بيا افغانان او سوماليايان مخامخ دي.

په 2009 کال کي يوازي 61 تنه سوماليايان بيرته وطن ته ستانه سويدي، که څه هم چي په بهر کي يې د ژوند شرايط ډير ناوړه وو. 678 زره سوماليايان د کورنۍ جګړې له امله بهر ته کډوال شويدي او 1.5 مليون سوماليايان په خپل هيواد کې کډوال دې.

د افغانانو دپاره هم وضعيت د انديښنې وړ دی 1.7 مليونه افغانان په پاکستان کې کډوال دي او يو مليون نور بيا په ايران کې.

د ملګرو ملتونو په وينا دغه راز 4.7 مليونه فلسطينيان هم کډوال دي.

آژانسونه/ سهلا حسرت نظيمي

کتونکی: نجيب الله زيارمل