1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نژاد پالنه او تبعيض يوه نړيواله ستونزه ده

۱۳۸۹ خرداد ۱۷, دوشنبه

په جرمني کښي بايد د مساوي چلند قانون اسانتياوي رامنځته کي،خو په کار پيداکولو او کور پيداکولو کښي بيا هم په تکرار سره د تبعيض څخه کار اخيستل کيږي...

https://p.dw.com/p/NkCR
په اروپا کي تورپوستي بنديان
په اروپا کي تورپوستي بنديانانځور: picture-alliance / dpa

د راسيزم او نه زغملو پر ضدکميسارۍ څخه گوردن هولگر سن وايي، چي خصوصاً د مسلمانانو، ترکانو، تور پوستانو او سِنتي او روما د قومونو په مقابل کي کيږي.

هغه وايي:« تر ټولو ډير توران د راسيزم او نژاد پرستۍ قربانيان دي . د جرمني په ځينو ايالتو کښي دوی هيڅ نه منل کيږي . دوی نه غواړي چي يوازي او يا هم په گروپي ډول هلته ولاړ سي . »

هولگرسن د کميسارۍ د تازه معلوماتو پر اساس وايي، چي مسلماناني ښځي هم خصوصأ چه پوړينان يې پر سر وي ، ډير د تعصب سره مخامخ کيږي .

خو په دې برخه کښي جرمني د پخوا څخه لا ډير فعاله دی.

د 2006 کال څخه د مساوي چلند قانون د نافذيدو راهيسي په برلين کښي د تبعيض ضد يوې دولتي ادارې ADS په فعاليت شروع کړېده . د هغه راهيسي600 نفرو دغي ادارې ته چه د خپل اصليت په خاطر متضرر سوي دي، مراجعه کړېده. ددغي ادارې آمره کريستينه لويدر س وايي چي ددغو 600 زيادتره يې د وظيفې او کار په جريان کښي متضرر سوي دي.

په تکرارا سره ددغي ادارې څخه د کومک غوښتنه کيږي ، ځکه چي انسانان د کار په ساحه کښي تهديديږي او دښمني ورسره کيږي.

کريستينه لويدر س وايي چي ، تدريجي ښه والی په موضوع کښي هغه وخت رامنځته کيږي ، کله چي دوی د تبعيض ضد ادارو او نورو مؤسسو ته د خپلو حقوقو امکانات بيان او شکايتونه وکي .

د وضاحت د لاري ښه والی او آسانتياوي رامنځته کول ، دا هغه تجربې دي . چه توماس بيکر هم جمع کړي دي. دی د هغو انسانانو دپاره چه خارجي او مهاجرتي ريښه لري ، د کار په ساحه کښي د حقوقي حالت د ښه والي او وضاحت کورديناتور دی.

هغه وايي: «په اول سر کښي دا ډيره ښکاره وه ، او موږ ددې سره ډير مشکلات درلودل ،تر څو مؤسسې او شرکتونه په دغه پروګرام کښي ورشامل سي. خو په 2008 کال کښي ډير تغيرات راغلل ، او د 250 پروژو څخه 10 فيصده حاضر سول ، چي زموږ په پروګرام کښي گډون وکي . د هغه سره طبعأ د آلمانی ټولني زړيدل ، او د مسلکي کارگرانو کمبود هم کومک وکی.»

د جرمني د کار او اجتماعي چارو وزارت سربيره پر دې د پناهندگانو دپاره د کار پيداکولو د پروګرام مالي ملاتړ هم کوي . او هم دغه پروګرام د خارجيانو او مهاجرينو دپاره د آلماني ژبي د زده کړي سره هم کومک کوي ، چه دا ټول بيا په خپل نوبت سره په ټولنه کښي ددوی د ورگډيدو او مدغميدو سره کومک کوي .

خو کريستينه لويدر س وايي ،چي په ورځني ژوند کښي د تبعيض نور شکلونه هم سته .

« د کار او شغل د ساحې تر څنگ مثلأ د کور په پيداکولو او کرايه نيولو کښي هم تبعيض کيږي ، يا ډيسکو او سپورټي کلپو ته د ترکي او عربي ځوانانو د ورتلو سره ، او داسي نور . »

په دې خاطر د تبعيض ضد اداره غواړي ، د مشورو ورکولو دفترونه او هم انټرنيټي مشورې ډيري ، او نورو ښارو او ايالتو ته يې هم هغه وغزوي .

Ripperger Sabine/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل